کور / تازه خبرونه / پاکستان:د بنسټ پالني ستونزه په نېمګړي اقتصاد نه حليږي

پاکستان:د بنسټ پالني ستونزه په نېمګړي اقتصاد نه حليږي



  ولس مشر پرويز مشرف ويلي  دي چې دبنسټپالني اوبي برخى توب ستونزه هوارولو لپاره په نړيواله كچه د اقتصادى نيمګړتيا و ستونزي ته پاملرنه پكار ده  او اسلامي نړۍ ته انديښنې له منځه  وړلولپاره له مغربى هېوادونو سره خبرې اترې پيل كول پكار دى په اسلام اّباد كښې د كام ټيك ديارلسمي عمومي اسمبلۍ غونډى  ته دوينا پرمهال  ولس مشر مشرف زياته كړه اسلامي هېوادونه له بې برخيتوب سره مخامخ دى اوغير اسلامي هېوادونه په نړۍ  باندي  حاكم دى دنړۍ ټولو مذهبونو ته د قدر په سترګه كتل پكار دى او اسلامي هېوادونو ته پكار دى  چي دخپلو شتمنيو څخه استفاده كولو لپاره په ګډه هڅې وكړي ولس مشر د خپلو خبرو په دوام سره وويل چي  داسلامي هېوادونو دنړۍ  په سلو كښې اويا انرژۍ  او په  سلوكښې څلويښت قدرتى شتمنى شته ولس مشر داسلامي هېوادونو ګډ تنظيم او اّئى سى نوى كړندلاره تصويب كيدو باندي خوښى څرګنده كړه.