کور / تازه خبرونه / پښتون مشر اسفنديار ولي خان له امريکايي پلاوي سره وکتل

پښتون مشر اسفنديار ولي خان له امريکايي پلاوي سره وکتل

 

دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفندياروي خان ويلي  چې امريكائى لوړ رتبه  هيات ئى له خپلو غوښتنو او پريكړو څخه  خبر كړيدى دپاكستان ، افغانستان  دسيمه ايزامن دګډى جرګى  دپريكړو په رڼاكى به دتلپاتى  سولى او پوخ امنيت  دټينګښت پخاطر عملى او مضبوط ګامونه واخيستل شى دسرحد اسمبلى په سكرټريت كى له خبر يالانو او ژورناليستانو سره په خپلو خبرو اتروكى  اسفند يار ولى خان په ډاګه  كړه چې  منتخب شوى  حكومت دسولى او امن په ګډون له ګڼ شميرستونزو سره مخامخ دى خو ټولى ستونزى  اوپراته مشكلات  د سياسي  پوهى  او بصيرت په رڼا كى حل او له مينځه وړل كيدلى شي ده زياته كړه  چى  دسياسي  لانجو اوشخړو حل زور او ځواك ندى دزور او ځواك كارول تل دوروستى ګوزار په توګه استعماليدلى شي اسفنديار ولى خان څرګنده كړه چې په افغانستان پلازمينه كابل كى دپاكستان ، افغانستان ترمينځ دسيمه ايز امن په ګډه جرګه كى  دامنل شوى وه چې  دسياسي  او سوله ايزو خبرو اترو دلارى  دي دټولو پرتو شخړو اولانجو دپاى ته رسولو لارى چارى ولټول شي  اوداكار  به ډير ژر ګټورى او اغيز منى پايلى وركړى  ده زياته كړه  چې  دپارلمان څخه  اوس مهال لوړه او اوچته اداره  نشته اود نيشنل سكيورتى كونسل  په ګډون دى ټولى ادارى دپارلمان ترحكم لاندى كار وكړي دپاكستان ، افغانستان  دګډى سرحدى پولى دپوځى عملياتو په اړوند دسى ، اّى ،اى دمشر مائيكل  بيډن  وروستۍ  څرګندوني  ئى په كلكه سره رد كړى او زياته ئى كړه  چې  امريكائى هيات ئى دخپلو غوښتنو اوپريكړو څخه په پوره انداز كى خبر كړيدى دايف ، سى ، اّر دخاتمى په اړوند اسفنديار ولى خان وويل  چې  دهغى دپوره جاج اخيستلو پخاطر به په پارلمان كښې  كميټى  جوړى كړل شي.