کور / z_buitenland_news -- 5 / اسټرليا په اړيکو کې د ښه مديريت غوښتنه کړېده

اسټرليا په اړيکو کې د ښه مديريت غوښتنه کړېده

 


د اسټرليا صدراعظم کوين راډ چې همدا اوس د امريکې په دوره بوخت دی  په واشنګټن کې ديوې بيانيې په ترڅ د امريکا او چين په اړيکو کې د ښه مديريت غوښتنه کړېده .


د فرانسې د خبري آژانس  په حواله کوين راډ چې په واشنګټن کې يې د بروکنيز د موسسې په غونډه کې خبري کولې ويلي دي چې د امريکا او چين د اړيکو دقيقه او سمه اداره د رواني پېړۍ چې   د پاسيفيکي پېړۍ په نامه  نومول  سوېده ، يو ضروري کار دی  .


مخکې تر دې د پاسيفيکي پېړۍ اصطلاح   د ځينو هيوادو لخوا د يويشتمي پېړۍ دتوضيح لپاره کارول سوې وه ،  دغه اصطلاح اصلاو هغه اقتصادي دورې ته اشاره ده چې د آرام اوقيانوس دغاړي هيوادولخوا به د چين، جاپان او امريکا په ګډون  پر نړۍ باندي حاکم سي .


د اسټرليا صدراعظم د امريکا نه وروسته و چين ته سفر کوي .