کور / تازه خبرونه / پکتيکا:څلور دکمپاين سرتيري وژل شوي.

پکتيکا:څلور دکمپاين سرتيري وژل شوي.

د پكتيكاولايت په ارګون ولسوالۍ كې د كمپاين ځواكونوپه يوه موټربمي چاودنه شوې چې له امله يې څلورسرتيري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
په پكتياكې د ملي اردو د دوه سوه درې تندر قول اردو مطبوعاتي دفترمسولين وايي چې د پكتيكا ولايت په ارګون ولسوالۍ كې د كمپاين ځواكونو په يوه موټر بمې چاودنه وشوه چې په پايله كې يې څلور سرتير ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
خبر ځاى زياتوي، چاودنه هغه مهال وشوه چې نوموړو ځواكونود ارګون ولسوالۍ په سيمه كې ګزمه كوله.
بل خوا د همدې پكتيكا ولايت د وازې خوا په ولسوالۍ كې د پوليسو په يوه رنجر موټر هم په ورته ډول بمي چاودنه شوې، د چارواكو په خبره پدې پېښه كې د پوليسويو تن افسروژل شوى اودرې نور ټپيان شوي دي، د دوى په خبره په ټپيانوكې هم يوتن افسر ګډون لري.
دوى زياتوي چې په دواړو پېښو كې موټر ونه په بشپړه توګه ويجاړشوي دي.