دوه امریکایی مشاورین ووژل شول
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی نن په کابل کی د داخله وزارت په دننه کی پر امریکایی افسرانو ډزی وشوې چی په پایله کی یې دوه امریکایی مشاورین ووژل شول .
ورځپاڼه لیکی چی دغه افسران د امنیتی او استخباراتی چارو په برخه کی د وزارت سلاکاران وو ، او ناټو په ټولو وزارتونو کی خپلو مشاورینو ته امر وکړ چی ډیر ژر خپلی دندی وځنډوی .
ورځپاڼه زیاتوی چی د پیښی په هکله د تحقیقاتو غوښتنه شوې ده خو داسی ښکاری چی دا به د امریکایی پوځیانو لخوا د قران مجید د سوځولو انتقامی حمله وی . درې ورځی مخکی هم یو افغان عسکر دوه امریکایی پوځیان ووژل .