کور / هراړخیز / د کندهار ولایت د ۱۳۹۰ کال پوهنیز پرمختګ بهیر

د کندهار ولایت د ۱۳۹۰ کال پوهنیز پرمختګ بهیر

د کندهار ولایت د افغانستان د جنوب لودیځ ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د زابل ولایت، لویدیځ ته یې د هلمند ولایت، جنوب ته د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتنو او بلوڅو آزاد قبایل او شمال ته یې د ارزګان ولایت موقعیت لري.
د کندهار ولایت 1,554,906 نفوس لري، مرکز یې د کندهار ښار دی او په مرکز سربیره 17 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له سپین بولدک، پنجوايي، ارغنداب، میوند، شاولي کوټ، ارغستان، معروف، دامان، خاکریز، شورابک، زیړۍ، غورک، ریګ، نیش، ډنډ، تخته پل او میانشین څخه عبارت دي.
د کندهار په ولایت کې پوهنیز پرمختګ د ودې په حال کې دی او په دې لیکنه کې د همدې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي. هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د ټولو مینه والو، څیړونکو او اړوندو اړخونو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.


د 1390 کال ښوونیز حالت:


د کندهار  په ولايت كې په ټولیزه توګه 430 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت لري چې له دې جملې څخه 404 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 19 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 بابه دارالعلوم، 15 بابه دیني مدرسې، 3 بابه دارالحفاظونه)  4 بابه دارالمعلمینونه او الحاقیې، 3 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 134,206 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 3,651 ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت دي.


 


همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  3,025 تنه د سواد د زده كړې په 188 بابه كورسونو كې د 188  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت دي.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د کندهار په ولايت كې د 24,274,847 امريكايي ډالرو په ارزښت 175 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 92 پروژې بشپړې شوې، 28 پروژه تر کار لاندې دي او 55 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.


 


په 1389 کال کې د کندهار ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو تعداد 1,799 کسان وو چې د ټول هیواد په کچه 1.5% کیږي، دا په داسې حال کې ده چې په همدې کال کې د نوموړي ولایت نفوس د ټول هیواد په کچه 4.5% وو. باید وویل شي چې په 1390 ښوونیزکال کې د کندهار د ولایت د دولسمو ټولګیو د زده کوونکو شمیر 2,000 کسان تشکیلوي.
همدارنګه درې کاله د مخه په کندهار کې د جدیدالشمول زده کوونکو شمیر یوازې11,000 تنه وو خو په 1389 کال کې دغه شمیر 18,000 او په 1390 کال کې 32,000 ته لوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو لسو کلونو کې د ټول هیواد د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 581,831 تنه وو او د کندهار ولایت د دولسمو ټولګیو فارغان د دې شمیرې یوازې او یوازې 0.95% تشکیلوي. 


د کندهار نفوس ته په کتلو سره، چې د ټول هیواد 4.5% تشکیلوي، په تیرو لسو کلونو کې باید د دې ولایت 26,240 تنه د دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وای چې له بده مرغه د ناامنیو په نتیجه کې د کندهار ولایت د 20,656 کدرونو د روزلو مخه ډب شوې ده.


د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:


کندهار د ولایت په ځینو سیمو کې د ناامنیو موجودیت، د مسلکي استادانو کموالی، د 117 بابه ښوونیزو موسساتو بندیدل، د زده کړې له بهیر څخه د همدې ولایت د 25,000 زده کوونکو محرومیت او د 252 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د ودانیو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په کندهار کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري. 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ چې د ( پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې ګام پر ګام عملي کیږي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه د ګرانو لوستونکو خدمت ته وړاندې کیږي. له موږ سره اوسی…