کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ازادبلوڅستان لپاره دبلوڅومبارزې

د ازادبلوڅستان لپاره دبلوڅومبارزې

 دبلوڅو عمده اوستر ټاټوبی ددوی په نامه،دبلوڅستان په یادیږی اومرکزیی دکوټي او قلات ښار ونه دی ، په بلوڅستان کې اکثریت یی بلوڅان دی، هلته له بلوڅو علاوه پښتانه هم دبلوڅستان ،١٥،برخه جوړوی، دبلوڅستان ختیځ خواته یی سیند ایالت دی دشمال خواته یی افغانستان او لویدیځ خواته دایران مشهداوبندرعباس اوجنوب ته یی دعربو سمندرگی دی.


بلوڅان دافغانستان په جنوبی ولایتونو کې هم ژوند کوئ ،دافغانستان په خاوره کې له ،١،یو میلیون څخه زیات دغربی بلوڅستان،یاایران بلوڅستان، کې،١٥،میلیون په شاوخواکې په عربي ټاپوگانوکې څولکه تنه او په ترکمنستان کې د،١٩٩٨،کال دحصایي له مخې ،٢٠٠،زره بلوڅان میشته دي، بلوڅانواحمدشاه ابدالی دولت سره دورورۍ نږدې اړیکې لرلې،اوپه،،١٩٠١،١٨٩٨،١٨٩٧،١٨٥٢،١٨٦٢،کلونو کې اودافغانستان دخپلواکۍ په جګړه کې یي دافغانستان په ملاتړ دانگریز په ضد جگړې هم کړي دي. په،١٧،١٦،پیړیوکی په بلوڅستان کې یي دبلوڅو نوابانو اومشرانو ،١٨،پيړۍ په نیمایی کي دنادرشاه دسقوط او دمغولو د امپراتورۍ دکمزورتیا په نتیجه کې داسی شرایط منځ ته راغلل چی دبلوڅانو نوابانواودټول بلوڅستان په یووالي تمال سول .


نصیرخان بلوڅ دبلوڅو مشر د قلات خان و داحمدشاه ابدالی له دولت سره یې نږدې اړیکې درلود اوافغان پوځ ته یی نصیرخان بلوڅ زیات شمیر زلمیان استولي وو، دنصیرخان بلوڅ له مړینې وروسته دبلوڅومشرانو تر منځ اختلاف منځ ته راغی ،اودقلات لویه خانی گډه وډه سوه اوپه وړوړوخانیوویشل سوه، په مکران کې ټول اقتدار لویو خانانو په لاس کي و،وړوخانانوبه اکثره واک نه درلود.


دتاریخ په اوږدو کې بلوڅان ،لکه پښتانه، په مالدارۍ بوخت اوله اقتصادي اوکلتوري مرکزونو څخه لرې ساتل سوي وو، په ښارونو اوکلتوري مرکزونو یي په تدریج سره غیر بلوڅوعناصر وتمرکز کاوه او په همدغه سبب چې بلوڅان له ښارونواوکلتوري مرکزونو څخه لرې وو، دلیک اولوست نه بي برخی وساتل شول،په خپله ژبه اوادب ډیروختونه له لیک محروم اووروسته پاتی سول، اویوازې په فولکلوري ډول بی ژوندی و،طبعا استعماري اوغیر ملی رژیمونه دنوروژبه اوادب تر پښولاندې کوي ،دپاکستاني مارشالایانو او دایران اخوندانو دولت دبلوڅو ننگیالي اوپتیالي اولس په ډیر کوښښ سره دعلم اولوست څخه محروم ساتل٠٠٠٠


نوربیا…..