کور / هراړخیز / د ننګرهار ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د ننګرهار ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د ننګرهار ولایت د افغانستان د ختیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د کنړ ولایت، لویدیځ ته یې د لوګر او پکتیا ولایتونه، جنوب یې د پاکستان تر ولکې لاندې د پښتني قبایلو سیمې او شمال ته یې د لغمان او کابل ولایتونه موقعیت لري.


د ننګرهار ولایت چې د هېواد لومړۍ درجه ولایت ګڼل کیږي، درې میلیونه نفوس لري، مرکز یې د جلال آباد ښار دی او په مرکز سربیره 21 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له شینواري، خوګیاڼي، کامه، سرخ رود، رودات، حصارک، کوز کنړ، ګوشته، اچین، نازیان، مهمند دره، ده بالا، شیرزاد، دره نور، بټي کوټ، پچیرآګام، کوټ، بهسود، چپرهار، لعل پوره او دُر بابا څخه عبارت دي.


د ننګرهار په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د دې لیکنې په ترځ کې د همدې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریکوو. هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د ټولو مینه والو، څیړونکو، اړوند اړخونو او ګرانو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 


د 1390 کال ښوونیز حالت:


د  ننګرهار  په ولايت كې په ټولیزه توګه 785 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت لري چې له دې جملې څخه 697 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 61 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 بابه دارالعلوم، 31 بابه دیني مدرسې، 29 بابه دارالحفاظونه) 15 بابه دارالمعلمین د ښوونکو د روزنې الحاقیې ، 12 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 608,052 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 12,528 ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت دي.


 


همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  17,978 تنه هېوادوال د سواد د زده كړې په 1,665 بابه كورسونو كې د 715  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.


له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د ننګرهار په ولايت كې د 14,593,710 امريكايي ډالرو په ارزښت 330 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 280 پروژې بشپړې شوې، 31 پروژه تر کار لاندې دي او 19 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.


 


په 1389 کال کې د ننګرهار د ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 9,370 کسان وو او په 1390 ښوونیز کال کې د همدې ولایت د دولسمو ټولګیو د زده کوونکو شمیر 12,436 تنه تشکیلوي چې د دې ولایت د غوره تعلیمي پرمختګ څرګندونه کوي.


د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:


د ننګرهار د ولایت د تشکیل کموالی، د ثانوي دورې لپاره د کتابونو پر وخت نه رسیدل او د 340 تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري. 


باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې به له ګرانو لوستونکو سره ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…