کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان امنيتي ځواکونه، ډېر مصارفات او لږې لاسته راوړنې

افغان امنيتي ځواکونه، ډېر مصارفات او لږې لاسته راوړنې


ورځې وړاندې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د لويې قرارګاه (بګرام) څخه کارکوونکو د قران کريم سوځېدلې نسخې ترلاسه کړې، چې وروسته په پروان، کابل او نورو ولاياتونو کې د قران کريم د سوځېدو له امله لاريونونه وشول، د قران کريم د سوځېدو د خبر نشر سره سم افغان ولسمشر ترسره شوی عمل په کلکو ټکو وغنده او د جدي پلټنې امر يې ورکړ، په عين حال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال آلن، د امريکا دفاع وزير، او د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ټول اسلام او په ځانګړي دول د افغان ملت څخه رسمي بخښنه وغوښته، او ژمنه يې وکړه، چې په آينده کې به داسې پېښې نه تکرارېږي، اسلامي مقدساتو ته سپکاوی، هېڅ مسلمان او په ځانګړي ډول افغان غيور ملت نه شي زغملی، همداء لامل شو چې د افغانستان په مخلتفو ښارونو کې لاريونونه راووتل، لاريون کوونکو په منځ کې داسې اشخاص هم ځای نيولی وه، چې د افغانستان مخالف وه، همدغو ډلو لاريون کوونکي تحريک کول، ترڅو لاريون په تاوتريخوالي بدل شي، يادې ډلې د لاريون پر وخت د احساساتو ډک شعارونه ورکول، او لاريون کوونکي به يې په احساساتو راوستل چې دلاريون په ترڅ کې يې عام افغان ولس ته په ميلياردونو افغانۍ زيانونه واړول، د ځينو افغانونو کورنو ښېښې يې ماتې کړې، موټرونه او دوکانونه يې وسوځول او نور ډېر زيانونه يې ورته واړول، نه یوازې دغه ډله بلکه موږ هم د پاک قران سوځېدل او اسلامي مقدساتو سپکاوی په سختو ټکو غندو، او د ترسره کوونکي ته يې د مجازاتو غوښتونکي يو. مګر دغه سخت دريزوچې خلک يې په احساسات راوستل هېڅکله هم د قران کريم قدر نه دی کړی، په قران کريم کې څو ځله د شخص وژنه حرامه ګڼل شوې مګر دوی د ورځې په لسګونه عام خلک وژني، څوک د مامور په نوم، څوک د ډاکټر، انجينر، سرتېري او څوک يې بيا د لارې په اوږدو کې د ښخ شويوماينونو ښکار کېږي، او بيا په ډېر بې حرمتۍ وژل کېږي.
دغه ډلو په مخنيوي کې زموږ امنيتي ځواکونه پاتې راغلل، سره له دې چې په افغان امنيتي ځواکونو په ملياردونو ډالره مصرف شوی، او هره مياشت پرې همدومره مصرف کېږي، مګر بيا هم و نه توانېده، چې د لاريونکوونکو مخه ونېسي، امنيتي ځواکونه بايد همېشه تيار وسي، دقيق معلومات ولري، تحليل او تجزيه بايد وکولای شي، او پرځای قدم بايد واخيستلای شي، مګر موږ ټولو وليده، چې افغان امنيتي ځواکونو هېڅ ونشو کولای چې د لاريونکوونکو مخنيوی وکړي،ترڅو د عامه افغان ولس ته د زيان اړولو مخه ونيسي، که چيرته موږ د امنيتي ځواکونو د اکماال، تجهيز، معاش او شمېر په اړه فکر وکړو، خبره به د شمېره وتي وي، مګر بيا هم نه شي کولای ، چې د انسانونو د حجم (لاريون) مخه ونيسي، موده وړاندې په پلازمينه کابل کې د لاريونو په ترڅ کې د عامه خلکو کورونه لوټ شول، چې يوشمېر امنيتي کسانو په عامه لباس کې هم ګډون کړی وه، ورځ وروسته مطبوعاتي فعاليتونو پراختيا وموندله او دمختلفو پلانونو د عملي کولو ژمنې يې وکړي، مګر وروسته بيا هېڅ هم نه وه، پرون مظاهرې وشوې، سبا او بله ورځ به څه کېږي، او د بېځايه زيان اړولو مخه به څنګه نيول کېږي، هېڅ پلان شتون نه لري، او دې ټکي ته هم ندي متوجه که انساني حوجمونه (لاريونونه) راووځي مخه به يې څنګه ونيولای شي؟
دسياسي چاروکارپوهان دې په خپلو مصاحبو کې دغه ټکي ته هم ځای ورکړي، په آخیر کې يو ځل بيا ټولو محترمو لوستونکو ته ويل غواړم: سوله ايز لاريون د هر افغان حق دی، هېڅوک يې مخ نيوی نه کوي، مګر د لاريون په ترڅ کې دې مخالفينو ته چې د افغان ولس سوکالي ترې اخيستی ځای نه ورکوي ځکه مخالفين نه یوازې د لاريون کوونکو بلکه د ټول افغان ولس په زيان دي.