کور / تازه خبرونه / ننګرهار: په ځانوژونکي بريد کي ٢١ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار: په ځانوژونکي بريد کي ٢١ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

نن سهار شااوخوا شپږ بجې د ننګرهار ولايت د هوايي ډګر په دروازه کي يو ځانوژونکي بريد وسو چي په پايله کي ئې ٩ تنه ووژل سول او ١٢ تنه ژوبل سول
کورنيو چارو وزارت هم د بريد پخلى کوي او وايي چي په وژل سوو او ژوبل سوو کسانو کي ولسي وګړي هم سته.
وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت پر غاړه اخستى او وايي چي په دې بريد کي ئې لسونه بهرني او کورني عسکر وژلي او سيمي ته نژدې د عسکرو د اوسېدو ځايونه ئې هم خراپ کړي.