کور / تازه خبرونه / د کابل او واشنګټن اړیکي اوسنیو مظاهرو خرابي کړي

د کابل او واشنګټن اړیکي اوسنیو مظاهرو خرابي کړي

د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه بیا هم کلام پاک ته د سپکاوي د وروستۍ پیښې په غبرګون کې روان اعتراضونو او د کابل او واشنګټن په اړیکو د هغو اغیزو ته ځانګړې شوي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د کابل او واشنګټن اړیکې هیڅکله هم دومره خرابې شوې نه وې، لکه اوسنیو مظاهرو، چې خرابې کړې.

ورځپاڼې وړاندې پدې اړه د افغانستان د شنونکو د مرکز د یوې غړې مرټین نظر راخستې او لیکلي، چې د روانو مظاهرو په مهال ناوړه پیښې رامنځ ته شوې، چې د دواړو لوریو ترمنځ یی باور له منځه یوړلو.

ورځپاڼه لیکي، چې اوس باید دا وکتلې شي، چې حالات په همدې ډول پرمخ ځي او که د اړیکو د رغولو هڅه کیږي.

ورځپاڼې د ځینو لویدیځو اژانسونو په استناد دا هم لیکلي، چې د کړکیچ په زیاتیدو سره د افغانستان راتلونکې له خطر سره مخ دې او هغه هم له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته، چې ناټو ځواکونو به خپل جنګي عملیات پای ته رسولي وي.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې امریکا او ناټو د دوو سلاکارانو د وژل کیدو په غبرګون کې له افغان وزارتونو څخه د خپلو سلاکارانو په ایستلو سره عامه ذهنونه مغشوش کړي.

ورځپآڼې ویره څرګنده کړې، چې داسې هیڅ ضمانت نشته، چې امریکا او ناټو دې د ترورزم پر د روانې مبارزې لاس ته راوړنې هم په قیمار و نه وهي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکایانو له بیړني اقدامه داسې ښکاري، هغه ټولې قربانۍ، چې د افغانانو لخوا د ترورزم پر ضد په روانه مبارزه کې ورکړي د دوو امریکایی سلاکارانو د وینې له بیې سره برابرې ندي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د افغانستان ددفاع وزیر د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکایی سلاکارانو د وژل کیدو له کبله د امریکا ددفاع له وزیر نه بخښنه غوښتې.

ورځپاڼې د امریکا ددفاع وزارت د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې له دې پیښې وروسته جنرال عبدالرحیم وردک خپل امریکایی سیال ته ټلیفون کړې او د پیښې په اړه یی ترې بخښنه غوښتې.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغان مشرانو په هغو سپارښتنو بحث کړې، چې د مظاهرو په مهال د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یی کړي دي.

ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر کرزي په حواله لیکلي، چې ولس باید د هیواد د امن او سولې دښمنانو ته اجازه ورنکړي، چې ددوی له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا لیکلي، چې په هیواد کې روان اعتراضونه هله بندیدای شي، چې امریکایی مشران هغه کسان محاکمه کړي، چې کلام پاک ته د سپکاوي مرتکب شوي.

د کابل ورځپاڼو پاتې سرلیکونه تر ډیره د سولې روانو هڅو او پدې اړه د ځینو کړیو انتقادونو ته ځانګړې شوي.

ملي باور په خپل لومړي مخ کې د حزب اسلامي د مخالفې ډلې د مشر ښاغلي حکمتیار په حواله لیکلي، چې افغان دولت او امریکا د افغانستان د موجوده بحران د حل لپاره، چې دده په وینا تر ډیره د مسکو او واشنګټن زیږنده دې کومه روښانه طرحه نلري.

ورځپاڼې لیکلي، ښاغلي حکمتیار ویلي، چې ددوی یو پلاوې څه موده مخکې له یوې ځانګړې طرحې سره کابل ته تللې وو، خو له امریکایی او افغان چارواکو یی یوازې هغه څه اوریدلي، چې په خبري کنفرانسونو کې یی اوریدلې.

د ورځپاڼې په وینا د حزب اسلامي مشر د پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې ایران او پاکستان د افغانستان د روان بحران ثانوي شریکان دي.

سرنوشت بیا لیکلي، چې د حزب اسلامي مشر پدې باور دې، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو پرته په هیواد کې سوله نشي راتلای.