کور / هراړخیز / په نړۍ كې د ټولنيز – اقتصادي پرمختګ يا ځاى پر بنسټ د افغانستان دريځ

په نړۍ كې د ټولنيز – اقتصادي پرمختګ يا ځاى پر بنسټ د افغانستان دريځ

 


CIA World Fact book يوه انترنتي پاڼه ده چې د نړۍ د 193 خپلواكه او ځينو نا خپلواكه سيمو د طبيعي جوړښت، سياسي – بشري جغرافيې، اقتصاد، تاريخ او نورو مسايلو په هكله په زړه پورې معلومات لري. د دې پاڼې د كال 2011 په معلوماتو كې يو پرمختګ، په بېلابېلو برخو كې د هېوادونو شاخصونه دي. د مثال په توګه (X) هېواد د خاورې د پراخوالي، نفوس، GDP، د كلنى سړي سر عايد او د ډېرو نورو مسايلو په برخه كې، په نړۍ كې څووم ځاى لري؟


دلته د همدې معلوماتو پر بنسټ په نړۍ كې د افغانستان د دريځ يا ځاى په هكله لنډ معلومات غونډ شوي دي:


 









































































































































































1


مساحت


په نړۍ كې 41 م غټ هېواد


2


نفوس


په نړۍ كې 40 م هېواد


3


د نفوس كلنى ډېرښت


په نړۍ كې 33م هېواد


4


په 1000 كسانو كې زېږدنه


په نړۍ كې 17 م هېواد


5


په 1000 كسانو كې مړينه


په نړۍ كې 2م هېواد


6


په 1000 كسانو كې مهاجرت


په نړۍ كې 27 م هېواد


7


په 100000 حامله ميندو كې د زيږون په مهال مړينه


په نړۍ كې لومړى هېواد


8


په 1000 زېږېدلو ماشومانو كې مړينه


په نړۍ كې 2 م هېواد


9


د ژوند منځنى تمه يا منځنى عمر


په نړۍ كې 220 م هېواد


10


يوه ښځه په ژوند كې په منځنى توګه څو ماشومان زيږوي


په نړۍ كې 13 م هېواد


11


د روغتيا لګښت


په نړۍ كې 67 م هېواد


12


HIV/ AIDS


په نړۍ كې 168 م هېواد


13


هغه ماشومان چې وزن يې تر پنځه كلنۍ پورې نورمال نه وي


په نړۍ كې 13 م هېواد


14


غير خالص كورني توليد GDP


په نړۍ كې 111 م هېواد


15


د غير خالص كورني توليد كلنۍ زياتوالى


په نړۍ كې   17  م هېواد


16


سړي سر كلنۍ منځنى عايد


په نړۍ كې 218 م هېواد


17


د كار قوت (د كار وړ خلك)


په نړۍ كې  39 م هېواد


18


وزګارتيا


په نړۍ كې 180 م هېواد


19


كلنى انفلاسيون


په نړۍ كې 211 م هېواد


20


Stock of narrow money


په نړۍ كې 86 م هېواد


21


Stock of broad money


په نړۍ كې 117 م هېواد


22


د برېښنا توليد


په نړۍ كې 179 م هېواد


23


د برېښنا كلنۍ لګښت


په نړۍ كې 169 م هېواد


24


د تيل توليد


په نړۍ كې 126 م هېواد


25


د تېل كلنۍ لګښت


په نړۍ كې 170 م هېواد


26


د تېل واردات


په نړۍ كې 162 م هېواد


27


د ګاز توليد


په نړۍ كې 86 م هېواد


28


د ګاز كلنۍ لګښت


په نړۍ كې 110 م هېواد


29


د ګاز زېرمه


په نړۍ كې 66 م هېواد


30


صادرات


په نړۍ كې 164 م هېواد


31


واردات


په نړۍ كې 111 م هېواد


32


بهرني پورونه


په نړۍ كې 134 م هېواد


33


ټلفون (ډيجيتل)


په نړۍ كې 140 م هېواد


34


ټلفون ( ګرځنده)


په نړۍ كې 57 م هېواد


35


د انترنت ګډون وال


په نړۍ كې 100 م هېواد


35


هوايي ډګرونه


په نړۍ كې 90 م هېواد


36


د اورګاډي پټلۍ


په نړۍ كې 86 م هېواد


37


پوځي لګښت


په نړۍ كې 78 م هېواد


38


اداري فساد


په نړۍ كې درييم هېواد


39


نشه يي توكي


په نړۍ كې لومړى هېواد


40


د ځنگلونو وهل


په نړۍ كې لومړى هېواد


 


نوټ: دا درې وروستنى په World Fact book كې نشته او د آفاقى معلوماتو له مخې برابر شوي دي.


دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې په نړۍ كې د خپلواكه هېوادونو شمېر 193 دى؛ خو ځينې داسې سيمې او ټاپوگان هم شته چې خپلواكه نه دي لكه هانك گانك، مكاو او داسې نور؛ خو په نړيوالو شمېرونو كې ځانگړى ځاى لري او ارقام يې په كتابونو او انترنتي معلوماتو كې خپرېږي. لكه چې تاسې په پاسنيو ارقامو كې وينئ افغانستان د سړي سر كلني عايد له پلوه په نړۍ كې دوه سوه اتلسم ځاى لري. دا په دې مانا ده چې افغانستان د نړۍ له 193 خپلواكه او څو  نا  خپواكه سيمو څخه  وروسته دى او لږ سړي سر كلنى عايد لري! كه څه هم چې امريكا او نړيوال په دې وروستيو كلونو كې هڅه كوي چې نړيوالو ته د افغانستان يو سم، روښانه او پرمختللى انځور وړاندې كړى او د هر افغان سړي سر كلنى عايد اووه- اته سوه ډالر ليكي؛  خو دا واقعيت نه لري او تبليغاتي بڼه لري. واققعيت دا دى چېرته چې د سړي سر كلنى عايد 700 – 800 ډالره وي، تاسو هلته سوالگر يا ډېر بېوزلي نه وينئ، په داسې حال كې چې د افغانستان د دولت د رسمي چارواكو د وينا وو له مخې، اوس زموږ په هېواد كې 9 مليونه خلك د فقر له كرښې څخه لاندې ژوند كوي!


بله خبره چې دلته د يادولو وړ ده، هغه دا ده چې د افغانستان ټول هغه شاخصونه يا اندكسونه چې مثبت دي او پرمختگ څرگندوي، منفي دي يا ډېر وروسته پاتې والى څرگندوي. د مثال په توگه افغان ډېر لږ عمر لري او ځاى يې دوه سوه شلم دى. افغانستان د هغه ميندو په حساب چې د زېږون په وخت كې خپل ژوند له لاسه وركوي،  په نړۍ كې لومړى ځاى لري، د زېږېدلو ماشومانو د مړينې د شمېر له مخې زموږ دريځ دوهم دى؛ خو په منفي شاخصونو يا اندكسونو كې بيا لومړى يا دوهم دريځونه لرو، لكه افغانستان د نشه يي توكو د توليد له پلوه په نړۍ كې لومړى ځاى لري او دا ځكه چې زموږ ډېر چارواكي په سل- دوه سوه مليون ډالر نه مړېږي او ډېرې غواړي! افغانستان د اداري فساد په حساب په نړۍ كې دوهم دى. لومړى دريځ د  سوماليا دى چې تقريباً دولت نه لري او زموږ د تنظيمولو د وخت په شان هره كوڅه د يوه ټوپكوال په واك كې ده!


كه داسې بېلگې وړاندې كړو په لسگونو دي؛ خو ښه به دا وي چې تاسو ښاغلي لوستونكي په خپله جدول ته ځير شئ او په نړۍ كې د خپل شتمن؛ خو د بېوزلي هېواد په سياسي_ اقتصادي دريځ پوه شئ او وگورئ چې څومره ستر كار په مخ كې دى. كه چېرته موږ وغواړو چې افغانستان له دې ناوړه او منفي دريځ څخه مثبت  او پرمختلونكي موقف ته ورسو، لومړى بايد له خپل نفس سره جهاد اكبر پيل كړو او بيا افغانستان د خپل كور په توگه ومنو او آبادي يې خپله ستره ديني، انساني او  افغاني دنده وبولو. كه داسې ونه شي، د عزت سر به مو لكه اوس غوندې ټولو ته ټېټ وي او چا ته به پورته كتى نه شو.