د ازاد بلوچستان لپاره په قطر کي دفتر خلاصيږي

د لراوبر اداره | فبروري 27th, 2012


ازادبلوچستان لپاره په قطر کي سیاسي دفتر خلاصیږي دمارچ په،٢، نیټه باندي په قطر کي دازادبلوچستان لپاره سیاسي دفتر خلاصږي ،تیره ورځ په اروپا کي دبلوچو مبارزینو سیاسي استازي میر حیربیار مری سیوس هیواد کي د رژن بلوچی ټیلووژن ته په مرکه کي وویل ،چي دمارچ،٢،نیټه باندي موږته په قطر هیواد کي دازادبلوچستان لپاره سیاسي دفتر خلاصیږي، او په ده اړه موږدامریکا اوقطر مشرانو سره له ډیر وخته خبره کړي وې، خو اوس دامریکا او دقطر مشرانو هو کړه  راسره وکړه او دامهال زموږ ځيني مشران لکه ،سردار اخترجان مينگل،خان قلات ، میر براهمدغ بګټي او ثنا بلوچ  هم په قطر کي دي .


د يادوني وړ ده چي تر اوسه په قطر کي د ازاد بلوچستان په نامه ددفتر خبر د بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلو د مشرانو لخوا په رسمي ډول نه دی تاييد سوئ .
 

Copyright Larawbar 2007-2024