کور / تازه خبرونه / د سلاکارانو وژنه د بهرنیو استخباراتو له پاره هم هڅوونکې ده

د سلاکارانو وژنه د بهرنیو استخباراتو له پاره هم هڅوونکې ده

دکابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو بهرنیو سلاکارانو د وژنې پیښې او د هغې پایلو ته ځانګړې کړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکایي سلاکارانو له وژلو وروسته ناټو له افغان وزارتونو خپل ټول پرسونل باسي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د کورنیو چارو وزارت د دې پیښې په اړه تحقیقات کوي، خو ځینې کتونکي دا باور څرګندوي، چې ممکن دا امریکایان هم په بګرام کې کلام پاک ته د سپکاوي له پیښې سره په تړاو کې وژل شوي وي.

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا دا پیښه په افغان امنیتي ځواکونو کې یو ناورین بللی او لیکلي، چې یو وسله وال د کورنیو چارو په وزارت کې دوه بهرنیان وژلی شي، نو ایا د ولسمشر، وزیرانو، والیانو او وکیلانو ژوند خوندي دی؟

د ورځپاڼې ځواب منفي دې او لیکي، چې دا ډول پیښې د بهرنیو استخباراتي کړیو لپاره هم هڅوونکې دي.

ورځپاڼه لیکي، کله، چې په افغان پوځ کې د وسله والو ننویستل په ډیر کم زیار ممکن وي، نو دا استخباراتي کړۍ به د طالبانو د رسوا ملاتړ پر ځای همدې کار ته مخه کړي او د خپلو مطلوبو کسانو په وسیله به خونړیو پیښو ته زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د پولیسو او ملي اردو په جامو کې دا ډول پیښې به د شیکاګو په کنفرانس کې د افغان امنیتي ځواکونو برخلیک زیانمن کړي.

ورځپاڼې افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې ژور بدلون راولي او استخباراتو ته دې دنده وسپاري، څو په امنیتي ځواکونو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک همدې پیښې ته ځانګړې کړې او لیکلي، چې وسله والو طالبانو ددې حملې مسؤلیت منلې او هغه یی د بګرام په هوایی اډه کې کلام پاک ته د شوي سپکاوي غچ بللې دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې له دې مخکې د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې هم د ملي اردو یو سرتیري دوه امریکایی پوځیان وژلي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د کورنیو چارو په وزارت کې له پرونۍ پیښې وروسته ناټو له ټولو وزارتونو خپل سلاکاران وربللي.

ورځپاڼې پدې اړه د ناټو د عمومي قومندان څرګندونې هم راخستي او لیکلي، چې ددوی ددې کار اساسي هدف د خپلو سلاکارانو د ژوند خوندي کول دي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې کلام پاک ته د سپکاوي په غبرګون کې روانو اعتراضونو یوازې افغانان ندي زیانمن کړي، بلکه بهرنیان یی هم له تاوان سره مخ کړي.

ددې ورځپاڼې اشاره هم تر ډیره د کورنیو چارو په وزارت کې پرونۍ پیښې او په خوګیاڼیو کې د ملي اردو د یو سرتیري لخوا د دوو امریکایانو وژلو ته ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې له دې سربیره د بهرنیو په ډیپلوماټیکو ادارو حملو هم د بهرنیانو کارونه په ټپه درولي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د روان تاوتریخوالي ترشا د مغرضو کړیو لاس بللې او لیکلی، چې ددې ټولو کارونو زیان په نهایت کې افغانانو ته متوجه دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې ځینې استخباراتي کړۍ له دې مظاهرو نه په ګټې خپل کسان تاوتریخوالي ته لمسوي، چې دا کار به ناوړه پایلې ولري.

خو هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د دینې عالمانو دا غوښتنه راخستې، چې له امریکایانو دې دا ضمانت واخستلای شي،چې بیا به کلام پاک ته سپکاوې نه کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دینی عالمانو دا غوښتنه له ولسمشر کرزي سره د لیدنې په مهال کړې او په ترڅ کې یی د بګرام زندان په افغاني کولو ټینګار کړی.