کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د قران پاک سوځول تیروتنه، قصدی عمل او که دسیسه؟

د قران پاک سوځول تیروتنه، قصدی عمل او که دسیسه؟

د تیرو څو ورځو راهیسی له کله نه چی امریکایی عسکرو  د قرانکریم نسخی په بګرام هوایی ډګر کی سوځولی دا کار لامل سو د سپیڅلو مسلمانانو احساسات د اسلام ضد عناصرو په مقابل کی را و پاروی. د اسلام ستر دین ته دا لمړی ځل ندی بلکه څو ځلی مخکی هم د غربیانو لخوا اهانت سوی دی خو دا ځل ویل کیږی چی دا کار اشتباهی سوی دی یعنی قصدی ندی سوی ویل کیږی چی یو شمیر کتابونه د بګرام د زندانیانو څخه امریکایی عسکرو نیویلی وه او دوی فکر کاوه چی دوی ددی لاری پیغامونه استوی نو دوی دا کتابونه وسځول خو زما د معلوماتو له مخی دا کار امکان نلری ځکه چی هر هغه څه چی دوی له یو بندی څخه نیسی په وظیفوی لحاظ دوی هغه ډیر سخت تر څیړنی لاندی نیسی تر څو وپوهیږی چی دا څه شی دی او دی بندی له کومه کړه او څه غواړی چی پری وکړی دا د نړی د ټولو زندانو اصول دی په ځانګړی توګه ګوانتنامو او بګرام زندان کی خو بندیان تر سخترین نظارت لاندی دی. د کرزی صاحب یی کور ودان چی کمیسون یی تعین کړ مګر د یو مسلمان او غیرتمند هیواد د ولسمشر په توګه یی باند داسی یو کمیسون ټاکلی وای چی هغوی د اسلام دین ته درناوی درلودای او و ټولو هیوادوالو ته یی پدی اړه شرعی احکام وړاندی کړی وای چی که دا کار قصدی سوی وی شرعی احکام کوم دی او که خطایی دا کار سوی وی نو شرعی احکام کوم دی او تر ټولو مهمه خبره چی د افغانستان دولت چی باید ترسره کړی یی وای د دی پیښی فاعلین یی ګرفتاره کړی وای او بیا یی څیړنی کړی وای چی دا کار اشتباهی وو او که قصدی او که کومه دسیسه ده، د افغان ولس لپاره دا د منلو وړ نده چی اوباما بښنه وغوښته او ویی ویل چی فاعلین به محاکمه سی دوی خو ډیر بیګنا خلګ بمبار کړل زموږ د مړو پر اجسادو یی لا ملنډی ووهلی او بیحرمتی یی وکړه خو کوم یو مو ونه لید چی محاکمه سوی وی او بل دا چی که زه د افغان په صفت په امریکا کی کوم جرم وکړم چی هغه په امریکا کی تر ټولو لوی جرم وی نو ایا امریکا به افغان دولت ته ما وسپاری او که به می په خپله خاوره کی محاکمه کړی؟


تر دی راوروسته زړه دردونکی پیښه داده چی زموږ زیات شمیر هیوادوال ددی فعل د غندلو  او د امریکا پر خلاف د کرکی له کبله مجبور سول چی لاریونونه وکړی خو بد بختانه زموږ د بی تجربه پولیسو چی هغوی هم د همدی خاوری بچیان  دی په خپل لاس زموږ پر دین مینو خلګو مرمی وچلولی او شهیدان یی کړل او سلګونه تنه یی ټپیان کړی چی ولسمشر کرزی هم هدایت ورته کړی چی د خلګو سر او مال ته زیان مه رسوی خو نه پوهیږم چی دا لړی لا ولی دوام لری؟  او نړی په کومه بیشرمی دلته حضور لری؟ تاسی وینی چی په سوریه کی کله چی مظاهره چیان د امنیتی ځواکونو لخوا وژل  کیږی ټولی نړی احتجاج کړی او د  ملګرو ملتونو سر منشی خو اوس بل هیڅ  مصروفیت نه لری همدا سوریی هیواد  ته ناست دی چی کله یی حکومت ړنګ  کړی او بل اعراق، افغانستان یا لیبیا  تری جوړ کړی دوی وای چی ولس را پاڅیدلی او د بشارالاسد پر ضد لاریونونه کوی نو همدا یی پلمه کړه او وایی چی بشارالاسد نور رسمیت نه لری هماغه شان لکه چی د قذافی او صدام سره یی وکړل خو په افغانستان کی چی دا لاریونونه کیږی او مرګ پر امریکا ناری وهی او د ملګرو ملتو دفتر ته اور ورته کوی نو ولی په بیشرمی سره ناست دی؟ په فارسی کی وایی چی یک بام و دو هوا نو اوس دلته هماغه کانه روانه ده که سوریه یا ایران کی لاریون وسی امریکا او مزدور متحدین یی په زور د هغه هیواد جوړ حکومت ړنګ کړی او ملګری ملتونه یی په پټو سترګو ورټاپه کړی او که په افغانستان کی لاریون کیږی بیا یی دوی خپله وژنی او د افغان ولس مرګ یی ځان ته روا ګرځولی دی.


لوی افسوس  دا راته دریږی چی موږ لا اوس هم خپل دوست او دښمن نه پيژنو، موږ مسلمانان یو او همیش یواځی موږ د اسلام  لپاره قربانی ورکړی دی او دفاع مو کړی خو د اسلام ستر ټیکه داران  بیا کرار ناست دی او ځانونه هم نه خبروی، د نړی د مسلمانانو څخه مو پوښتنه داده چی ایا دا قران پاک یواځی  د افغانانو کتاب دی او که د ټولو مسلمانانو؟ که د ټولو مسلمانانو وی نو ولی  سعودی عرب چی ځانونه واجب الاحترام ګڼی څه نه وایی؟ ولی د امریکا څخه پدی اړه پوښتنه نه کوی؟ بلکه برعکس د سعودی پاچا د امریکا د ولسمشر سره توره په لاس رقص کوی خنداوی کوی او میلمستیاوی وهی خو موږ بیا هم اخته یو چی سعودی عرب دی زموږ په هیواد کی صلح راولی، ولی؟ ایا د سعودی عرب اوسنی واکمنان تر موږ ښه مسلمانان دی؟  بلخوا ترکیه او نور هیوادونه چی ځانونه د اسلام ټیکه داران ګڼی اوس یی ښه دین او ایمان معلوم سو چی د پاک رب العزت د کلام په غم کی ندی نو زموږ صلح به څنګه راوکړی؟


د افغانستان  د مسلمان ولس څخه هم غوښتنه کوم  چی لاریون پر مهال دی کومه بهانه و امنیتی ځواکونو ته په لاس نه ورکوی چی هغوی ډزی پری وکړی او هر هغه څوک چی لاریون د تاوتریخوالی و خوا ته بیایی معلوم کړی او له صحنی دی یی و باسی او یا هم دی د هغه مخنیوی وکړی تر څو نور زموږ غریب خلګ له مینځه ولاړ نسی او زموږ خپلو شتمنیو ته زیان وا نه وړی. 
 


له دولت نه هم غوښتنه کوم چی که مسلمانان یاست نو دا امریکایی چی دا فعل ترسره کړی  ګرفتاره یی کړی او علنی یی محاکمه کړی تر څو روښانه سی چی د قرانکریم سوځول یوه تیروتنه وه که قصدی عمل یا دسیسه وه؟  دا خبره تکراروم چی افغانان دی زیات متوجه اوسی چی دا کومه دسیسه نه وی ځکه چی دوی د څه مودی راهیسی څو ځلی د افغانانو احساسات پارول و غوښتل لکه د مړو اجسادو اهانت، د بیګنا خلګو وژل او داسی نور خو دا ځل له کله چی دا کار ترسره سوی همدا نړیوالی رسنی دا کار ته زیات انعکاسونه ورکوی او تر دی لا زیات تاسی د سی این این ویبپاڼه کی دا خبر وګوری چی پدی اړه د هر خبر په پای کی ځینو تبصره کونکو ډیره بیشرمانه او اسلام او د اسلام ستر پیغامبر حضرت محمد ص ته سپکی سپوری ویلی د افغانستان دولت دی پدی اړه هم له سی این این څخه غوښتنه وکړی چی دا کار دی نور بند کړی. 


د افغانستان  د مسلمان ولس د سر لوړی او روښانه راتلونکی په هیله.