کور / شعر / ماته مه وایه چې وایه

ماته مه وایه چې وایه


هر ماښام په اور کې ناست یم
هر سحر مې ضمیر وژنم
نور څه نه یمه نادان یم
چې جذبه په ځنځیر وژنم
— —————————-
د بشر د وجود اور دﮮ
نور څه نشته په دې ښار کې
چې ډیوه وړي هدیرې ته
دغه څوک ده ما ترې جار کې
——————————
دا مزه راکوي ډیره
دوزخي چې جنتي شي
دا مې زړه دردوي یاره
جنتي چې ذوزخي شي
—————————
ربه ربه زما خدایه
ماته مه وایه چې وایه
دلته نور خدایان جوړ شوي
ته يې هم وینې له ورایه
—————————–
لکه کومی د ښامار دﮮ
دلته هر سړی نهر دی
دغه کلی زما نه دﮮ
د ملک بابا دوتر دﮮ
————————-
چې ساقي له تندې مړ شو
د رندانو به څه حال وي؟
د قیامت ورځ که نزدې شوه
دا واکدار به دې دجال وي
——————————
دا بشر لره زوال دﮮ
که سفر د ارتقا دﮮ؟
له سکون لرې واته دي
له پرونه تریخ سبا دی
————————–
ستا په سرو سپینو اﮮ ربه
څو غټانو قبضه کړې
ستا د تیلو په کوهیانو
څو شیخانو قبضه کړې
—————————
زه په غار کې اوسیدم خو
یاره دومره وحشي نه وم
زه له مینې نه خبر وم
نبي نه وم ولي نه وم
————————-
ربه ربه چرته لاړ شم؟
هره لاره د مقتل ده
دا چې ما زما ګڼلې
دا زما نه ده د بل ده
————————-
زه به خیر غواړم د قام
چې سر وي نو ټوپۍ ډیرې
زه په بله خاوره میشت وم
ما لیدلي پیړئ ډیرې
————————–
شعوري انتشار ګوره
زما مرګ د تا اختر دﮮ
خیر که ستا پوهول ګران دي
په خپل ځان خو مې لاس بر دی
———————————-
ربه خپل کور ته مې بوځه
ستا د کوره بلا تاو شوم
د غلام په غلامئ کې
پوره سیر ومه خو پاو شوم
——————————
که کابل دی که لاهور دﮮ
د پښتون د پاره اور دﮮ
د پښتون وطن ارمان مې 
په زړګي باندې راخور دی
—————————-
خلکو سیوری د توت ښه وي
خو په ټکڼه غرمه کې
چې ستړیا چرته کې نه وي
خوند به نه وي په دمه کې
—————————–
چې انسان دی نو حبیب دﮮ
سوي زړه ته مې قریب دﮮ
چې ميئن په خپل رقیب دﮮ
عندلیب خو عندلیب دﮮ