کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يوئې سوځی دانورئې بياپر لمبولاسونه تودوي

يوئې سوځی دانورئې بياپر لمبولاسونه تودوي

ديوې اونۍ راپدې خوادافغانستان په يوشمير ولايتونوکښي دبگرام په پوځی اډه کښي د قرآن کريم د سوځونې اوهغه ته د سپکاوي د غبرګون له امله لاريونونه روان دي .دغه لاريونونه په اکثره ولاياتونوکښي په داسي تاوتريخوالي بدل سوی چي له ځان سره مالي اوځاني تلافات لرلې دي .


دايوه روښانه اومسلمه خبره چي نه يوازي افغانان بلکي دنړۍ ټول مسلمانان بايد دبل چالخوادمسلمانانومقدساتوته دسپکاوی په وړاندي کلک غبر څرگندکړي،ځکه هرانسان حق لري دخپلو مقدساتونه ساتنه وکړي .


زماپه نظر که دغبرگون څرگندول که په معقوله بڼه وي نوله يوې خوابه غبرگون دروند وي اودبلې خوابه ئي دخپلو دښمنانودمداخلې مخه نېول سوې وي .دبېلگې په توگه په کندهارکښي ديني عالمانواوعاموخلکوديوې پراخې گونډي په طرڅ کښي داعمل په کلکه وغانده اودمجريمينوقانوني محاکمې غوښتنه ئي وکړه .پدې باوريم که هلته همداسي بې مسوليته چارواکوپه اجازه لکه په نورو ولايتونوکښي چي وئې ليدل کرزی صاحب  چي په لاريون خوشحاليږي ،لاريون سوی واي پدې باورلرم چي تلفات ،مالي اوځاني زيان به ئي ترهرځاي زيات واي ،ځکه کندهاردپاکستان اوايران سره لاس په لستوڼې پروت دی .


دامريکايي پوځيانوددې نارواکړڼې په وړاندي لاريون زموږ دولس قانوني اواسلامي حق بولم ، خوله دولتي چارواکو اوپه ځانگړې توگه دښاغلي کرزی نه زموږگيله  داده پر دې بل سوی اور،چي په هرحال دپردوپه په اشاره دافغان ولس پاک احساسات راوپارېدل  په خپله وينائې تيل وپاشل .


هغه په خپله يوه ويناکښي چي دفبروري پر ۲۱ مه خپره سول د امریکايی پوځیانو له لوري د قرآنکریم سوځول په کلکه وغندل او د دې پېښې دڅېړلو لپاره یې یو پلاوی وګوماره،همدې کفايت کاوه .


پکارخوداوه چي په خپله دغه ويناکښي ئي دافغان ولس نه دصبر،تعقل اوسوله ايزغبرگون غوښتنه کړې واي،په همدې ويناکښي ئي هغه خبري کړي واي چي اوس ئي پسله يوې اونۍ کوی .خو اوس متاسفانه کارترکارتيرسوی اوزموږ دولس پاک احساسات ددښمن دحوصونواوگټوقرباني کيږي . پدې ويناکښي ئي خلکوته وعده ورکړې واي چي دولت به دامريکايي عسکرولخواقرانکريم ته دسپکاوی په هکله دنړيوالونورمونواوديپلوماتيکوکانالونوله لاري دامسله په کلکه وڅېړې .


دناټوقوماندان دامريکایي پوځ قوماندان به ئي راغوښتۍ واي اوله هغوي نه ئي په رسمې بڼه ددې مسلې دڅېړنې او دڅېړنو دپايلي غوښتنه کړې واي .اوهمدا ډول به ئي دامريکا ولسمشرته دخپلو اړېکوله لاري دامسله رسولې واي اوله هغه نه به ئې هم غوښتی واي چي خپلو جنرالانوته دمسلې دکره څېړنې هدايت ورکړي .


متاسفانه کرزی صاحب دايو کارهم ونه کړ .ده هم وخت غنيمت وشمېره اودخلکوداحساساتوراپارولولپاره ئي ددې ملک دجمهوررئيس په توگه له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼې کي اعلان وکړ چي : ((د لومړنیو رپوټونو له مخې د بګرام په پوځي اډه کې د امریکایي سرتیرو لخوا اسلامي مقدساتو ته سپکاوی شوی او څلور ټوکه قرآن شریفونه سوځول شوي دي.))


حقيقت خودادۍ که ئې يوآيات شريف سوځولۍ وي اوياټول قرانکريم،دقران شريف يو جلداوياسل جلده دايوشان قرانکريم ته سپکاوئ دی اوهيڅوک ددې سپکاوی حق نلري .خوپدې جملو دافغان ولس احساسات نورهم دهغودښمنانو لخواراوپارېدل کوم چي داورځ ئي له خدايه غوښتل .تردې بله لويه گناه خولاداده ،چي په خپله يوه ويناکښي ئي داهم وويل چي داستاسو کلک غبرگون وو چي امريکايانوزمانه معذرت وغوښت .يعنې نورهم زورورکړئ اوڅه چي خرابۍ رسولاي سئ وئې رسوئ .


کرزی صاحب داملي اواسلامي مسوليت درلوداولري ئې چي پدې حساسوشرايطوکښي چي دافغانانواحساسات دادی اوس خپله پرې اعتراف کوي چي دبهرنيولخواهڅول کيږي اولاريونونه په تاوترېخوالي، دعامه اوشخصی شتمنيوپه لټوولواوژنوبدلېږي،ولس سوله ايزغبرگون تحمل ته رابللي وای .


که څه هم دامريکا ولسمشر ،ددفاع وزير ،دناټودپوځونومشر جنرال جان آلن دافغان ولس اونړۍ دټولومسلمانانونه بخښه وغوښتل .دناټودپوځونومشر جنرال جان آلن دافغاني تلویزیوني کانالونوڅخه په خپله وینا کښي څرگنده وکړه چي دغه ناوړه پیښه قصدي ونه وه ،اودبشپړوتحقیقاتووعده ئې وکړه اوپه ټينگارسره ئي څرگنده کړه چي داسې پيښه به بیاتکرارنه شي.


ديادولووړ ئې بولم چي دبخښنې غوښتلوترڅنگ اړينه ده چي بايدخپلو ټولوهغو پوځيانوته چې په بهرکي په پوي دنده گمارل کيږي دهغه جملې داچي په افغانستان کي خپلي دندي سرته رسوي دافغان ولس دديني مقدساتواوملي دودونوته ددرناوی ښوونې ورکړه شوي واي اوس هم ناوخته ندی ير عاجل بايد ټول بهرنی پوځيان پدې پوره پوه سي چي زموږ دولس له مقدساتو،دوداودستورسره څه ډول چلنداودرناوی وکړي .


اودبلې خواله تاوتريخوالي نه ډک لاريونونه دټولوافغانانواوپه ځانگړې توگه ديني عالمانولخواپه کله وغندل سول،


ددې عالمانوپه پرېکړه کښي راغلي :د هیواد دیني عالمان که له یوې خوا قران کریم ته شوی سپکاوی غندي خو وايي، چې د دې اهانت په غبرګون کې چې د مظاهرچیانو له خوا کوم تاوتریخوالی کیږي هغه هم په اسلام کې نشته.


د کابل د عربي دارالعلوم رئیس مولوی عبدالسلام عابد وویل د بګرام په هوايي ډګر کې چې څه پیښه شوې، د غندلو وړ ده ،خود دې پیښې په غبرګون کې دخلکو له خوا په مظاهرو کې تاوتریخوالی هم غیراسلامي کار وباله .


اوس چي ۳۰ نفره مړه اوسلهاو زخميان سول ،په سلهاوودوکانونه اوترانسپورتي وسايل وسوځول سول کرزی صاحب خلکوته وايي دپه لاريون کښي له تاوتريخوالي نه لاس واخلي .


 کرزی صاحب اوس خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان حکومت د دغې پیښې په اړه بې تفاوته نه دی پاتې شوي، بلکې د دغې پیښې د عاملینو د محاکمې په اړه یې له امریکایي چارواکو سره خبرې کړي دي چې هغوی هم دغه خبره منلې ده.


کرزی صاحب !


اوس موناوخته کړ ،سره له دې چي داخبري دبهرنيانواواوهوښياروافغانانوله شرمه اوډارنه کوئ،خوپه خپلو دغوخبرو کي تراوسه خلک لاريون ته هڅوی . يوځل مو ولس تحريک کړ اوستاسو له تحريکونکو ويناونه زموږ دولس اووطن دښمنانوقانوني گټه واخيستل ،دادی يوه اونۍ تيرېږي خوزموږ دربړېدلې ولس پر پاکو احساساتو سوداگري کيږي ،انسانان وژل کيږي موټرواودوکانوته اوراچول کيږي .دادی يوځل بياستاسوداحساساتی څرگندونوپه پايله کښي دگران افغانستان له ښارونه زموږ دقسم خوړلودښمنانوپه لمسون دمقدساتودسپاکوي په وړاندي قهرېدلواوپاکو احساساتو خاوندولاريون کوونکوپه منځ کښي ددوي دگوډاگيانوپوسيله داورلوگی اولمبې پورته کيږي!!!


جالبه وه چي کله ئي دفبروري پر ۲۳ مه ئي دپالمان وکيلان اويوشمير ارگ ته وربللې وه اوله هغه ځاي نه ئي دافغان مسلمان ولس سره خواخوږي څرگندوله . کاشکې په ټولوبرخوکښي دومره خواخوږی وايي ! دارگ وبغل ته په سلهاو ماشومان له يخني رپېږي ،چيغې ئي تراسمانوپورته سوې خوستاسو اونورودولتي چارواکوترغوږونه رسېږي .


په حقيقت کښي په همدې له تاوتريخوالي نه ډکولاريونوکښي په لسهاوجلده قرانکريک سوځول سوی دي .ځکه زموږپه هيوادکي په هرموټراودوکان کښي قرانکريم اويادقرانکريم آياتونه سته ،نوکله چي هغوته اورواچول سی طبعي خبره ده چي هلته دغه قرانکريم همسوځو ل کېږي؛ددې قرانشريفونودسوځېدلو مسوليت به څوک پر غاړه اخلي ؟


زماددې خبري دپخلی لپاره ستاسو پام دفبروري پر ۲۶ مه دخبريال ويب پاڼي په يوه خبرکښي د خوست دلاريون په هکله خپورسوی خبرته راگرځوم .پدې خبرکښي راغلي که څه هم دغه لاريون په سوله ايز ډول پيل سو خو وروسته له هغې په تاو تريخوالي واوښت چې قهريدلو لاريونکوونکو  په ښار کې د يو شمير دولتي ودانيو او د يوناما د سيمه ايز دفتر پر لور وخوځيدل اوپر ځينو دولتي ودانيو يې  د کاڼو ګوزارونه پيل کړل او په ښارکی یی درویش کانټینرونونو ته اور واچوى کوم چی له امله یی د مرګ ژوبلی ترڅنګ ښاریانو ته په میلیونونه افغانی زیانونه واړول، زیانمنوکسانو وویل چی لاریون کوونکو زموږ د موټرونو دسوځیدو ترڅنګ  په هریو موټر کی قرانکریم، سورت یاسین، او بیلابیلی دوعاګانی سوځولی دی.


داترلمر غوندي روښانه خبرده چي دهرې پېښي وشاته زموږ گاونډايان ناست دی ،خپله کرزی صاحب  دفبروری پر ۲۶ دژورنالستانوسره په خبروکښي دې مسلې ته اشاره وکړه دخلکونه دارامی غوښتنه وکړه .


بل لوري ته همدانن دکندوز والي دملي تلوېزيون خبريال ته وايي چي په مظاهره کښي ددښمن لاس اومداخله روښانه وه ،ځګه دامنيتي چارواکوپه لخوادلاريون کوونکوته له بهرنه ددې هدايت ورکولواوازونه ثبت سوی چي ورته ويل ئې دامنيتي چارواکواويونماددفتردمامورينوسرونه پري کړئ .


دازموږدخلکوقانوني اوروا حق دی چې دخپلې عقیدی، دین اومذهب په وړاندي دسپکاوي پر خلاف خپل ږغ اوچت کړي ولې داپدې معناندی چې دخپل هيواد ددښمنانوپه هڅونه تېرايستنه عامه اوشخصي شتمنیوته اورواچوي اويالاريون ديوې بلې مرگ ژوبلي لامل شي .


زموږ هيوادوال بايد دې ټکي ته فکروکړي اوپدې هکله په افغانستان کي دټولوسياسي گوندونو،تش په نامه مدني ټولنو،ديني عالمانواوملي شخصيتونوملي اواسلامي دنده ده چي زموږ ولس پدې ټکي پوه کړي چي ،نه بايد زموږ اوتاسوپر پاکو احساساتوزموږ اوستاسوپر خلاف استفاده شي .


تاسو فکروکړئ قرانکريم دټولواسلام مقدس کتاب دی اودسپکاوي په وړاندي ئي بايد په ټوله نړۍ په ځانگړې توگه اسلامي هيوادونوکښي سوله ايز اوديپلوماتيک غبرگون څرگندسوی واي .خوهغوي هڅ ونکړه ،دبېلگې په توگه ايراني اخوندان چي داسلام ټيکداران دي،پټه خوله ناست دی ،سعودي عربستان چارواکي چې کرزی صاحب ئي خادم الحرمین په نوم يادوي ،همدا ډول پاکستان ،عربي هيوادونه اودنړۍ په نوروهيوادوکي مسلمانان .


متاسفانه دلته زموږ په ملک کښي زموږ دهيواد اوافغان غيرتي ولس دښمنان دهرې هغې پيښې نه په ټول قدرت استفاده کوي په کومه کښي چي دوي کولاي سي افغانان راوپارویاوددوي په وړاندي نړيوال سوالونه اوگوتنيونې راپيداکړي  .


ډير کورنی اوبهرني سياسي شينونکي پدې باوردي چي کرزی صاحب هم له همدي ناخوالونه دخپلوموخوپه خاطرگټه پورته کوي چي يوه موخه ئي دبگرام زندان افغان دولت ته سپارل دی .سوال دادی چي کله امريکايانودازندان جوړاوه اويا دانهه  کاله پخواموولې ددي زندان  خبره نکول ؟مگر د۲۰۱۰ کال نه کله چي دامريکادمشرتابه اوکرزی ترمنځ اړېکې خړې پړې سوئ دزندان اوداسي نورمسائيل راپورته سول چي په هغوي هم دملي گټواولرليدپر ځاي دافغان ولس احساسات راپارېږي اوپر هغه  دخپلې راتلونکي په موخه سوداگري کېداي سي . هيله منديم چي څوک ددې خبري نه ددفاع په خاطر دخپلواکۍ خبره مطرح نه کړی .


دبريتانيا ټيلگراف ورځپاڼي وايي ، ښاغلي کرزي د امريکا د دفاع وزير مرستيال اشتن کارټر ته وويل،هرڅومره چې تاسو د بګرام محبس د انتقال کار ژر وکړئ په هماغه اندازه به ستاسو ستونزې او ناوړه پېښې کمې شي. ددې زندان تسلېمېدل خوددې معنانلري چي ټول امريکايان اوبهرنيان له افغانستان وزی ؟داکه نن دلته په زندان کي داسپکاوی سوی ،کېداي سي که ئي مخ ونيول سي يوه بله ورځ په بل ځاي کښي داسپاکاوی وسي .خوکرزی صاحب دزندان له سپارلودځان لپاره نوري گټې پورته کوي .


دزندان په عوض که په افغانستان  کښي  دباثباته اوملي دولت دجوړېدوپه پايله کښي دټولوبهرنيانودوتلوامکانات برابر شي اوپه افغانستان کښي په رشتياداسي مشرتابه ته دولتي واک وسپارل سي چي ملت پر ې راټولېداي سي،خيرکه کرزی صاحب اواړوندان به ئي دولتي واک له لاسه ورکړي ،نه يوازي داچي دداسي سپکاويومخه به دابدلپاره ونيول سي وي بلکې افغان ولس به ارامی اوخوښي احساس کړي .


متاسفانه ددې ټولوناخوالو اساسي لامل همدا کرزی صاحب او په فسادککړدولت ،بسټپالي ډلې ټپلي،اوزموږ ظالم گاونډيان په ځانگړې توگه پاکستان اوايران دي .


که يوه لحظه داسي وگڼوچي دولتي واک دهغوته سپارل سوی چي دملت ازاده اوروښانه اراده ئې په سپارلوکښي تظمين سوې وي ،بيائي څوک پر ملکيت ،کورنی حريم اوانساني کرامت  تعرض  نه کوي، پدې باوريم چي دبهرنيانوشتون ته به اړتيانه وي کله چي خپلو بارکونوته ستانه شي،زموږپه هيوادکښي به ددوي لپاره داامکان نه وي چي قرانکريم اويانورو ديني مقدساتو ته سپکاوی وکړي .


خو خبره داده چي کرزی صاحب له يوې خواترچوکۍ غبرلاسونه تاوکړي اودبلي خوادځان ترحاکميت اورهبری لاندي دمخالفينو غواړي چي ده ته تسليم اودده حاکميت ومني ،دانوکوم عقل اومنطق منلاي سي .


دده دساتلوپه پلمه بهرنيان دلته اوسي اوهغوي چي دمسلمانانوله ديني مقدساتوسره بلديت نلري اونه هم امريکايي پوځيانوخپلو عسکروته دافغانستان اوددي ولس دمقدساتواوهغوي ته ددرناوی درس ورکړی پايله داده چي دالمړئ ځل نه بل په تکرار ددغوسربازانولخوانه يوازي افغانانوبلکي دټولومسلمانانوديني مقدساتوته په سپکه سترگه کتل کيږي.


داچي هغوي ولي لاريون  کوی اوددوکانوپه سوځولو لاس نه پوري کوي دادوي کاردی ممکن دوي ته دامعلومه نه وی چي مظاهره دټولوستونزي دحل اساسي لارنه بلکې نوري چاري هم سته چي هغوته رسېدل ملي يوالي اومعقول سياست خپلولوته اړتيالري .


دالمر غوندي روښانه ده چي ددې مظاهرو اومظاهره کونکودپاکو احساساتونه زموږ گاونډيان په خپله گټه استفاده کوي اوپدې غبرگون کښي لوي لاس لري .


پدې ځولسيزوپه ځانگړې توگه دکرزی صاحب  په حاکميت کي په يوه اوبل نامه ديوه اوبل لخواپه پوځي عملياتواويا توغنديو ويشتلوکښي نه يوازي قرانکريم بلکه په زرهاوجلده نورکتابونه اوتفسيرونه سوځول سوي دي . خوپدې بڼه ئي غبرگون پرې نه دی څرگندکړی اونه ئي پدې ډول درباري احساساتوعام اوبېچاره ولس دخپلو مخولپاره دلاريون ددوام په نامه راپارولي دی .


داسي معلومېږي چي پاکستان په سفرونوکشي ئي له پاکستاني چارواکونه زده کوي چې څنگه له امريکانه امتيازترلاسه کړي .پارلمان ويوشمير وکيل صاحب چي دهمدې امريکاپه مټ راغلي اودهمدي امريکاډلر اخلې زموږ دبېچاره او سپېڅلي اومسلمان ولس پر اسلامي احساساتودځان ښودنې اوخپلوناوړه کړنواوظلمونودپټولوپه موخه چيغې وهی،کنه که دملت نه پوښتنه وسی غوڅ اکثريت ددوي دنوم له اورېدونه بې زاردی، داخوپرېږده چي دوي ځانونه دملت استازي بولي .


نه غواړم مسله بلې خواته رانه ولاړ سي غواړم څرگنده کړم زموږ دولس مقدساتوته دهرچالخوااوپه هره بهانه په سپکه سترگه کتل زموږ دولس دزورورنفرت اوکرکې لامل گرځی .ولي ددې ترڅنگ دولتي چارواکي ،تنظيم سالاران اوپاټکيان نه بايد په يوه اوبله پلمه زموږ دولس له پاکواحساساتوله پارولونه دځان په گټه استفاده وکړي .  زما په نظر ددې لاريوپه درشل کي دوژل سواوژوبل سوپه وړاندي مسؤليت خپله کرزی صاحب اودده فاسده دولتي ادارې پر غاړه دئ.


دادټولوهغوکسانوملي اواسلامي مسوليت دی کوم چي په سياست پوهيږي ،ترڅوخپل ولس دټولنيز ژوندټولو باريکيواوحساسيتونوته متوجه اوپرې پوه کاندي،پرې نږدي چي زموږ زورېدلی اوغيرتی ولس دنورودسياسي لوبوقرباني شي .دافغان غيرتی ولس دښېرازه ،هوسااوبسياژوندپه هيله .ومن الله التوفيق