کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د قرآنکريم سره نا اشنايي

د قرآنکريم سره نا اشنايي


مجاهد ((پښتون))
څو کاله وړاندې مې په يو کتاب کې يوه لنډه کيسه لوستې وه کوم چې د ګوانتنامو  د زندان څخه راخوشې شوي بندي ليکلې ؤ ، رانه هير دي چې ملا عبد السلام ضعيف ليکلى ؤ او که عبد الرحيم مسلم دوست او د هغه ورور بدر الزمان بدر ؟
کتاب ويل چې د افغانستان په جنوب ختيځو (خوست ، پکتيا ، پکتيکا) کې امريکايي ځواکونو يو زيګ پښتون پدې جرم نيولې ؤ چې د خپل توپک خوله يې د اسمان په لور نيولې او ډزې يې کړي دي ، امريکايانو د خپل ژباړن په واسطه د هغه څخه پوښتلي چې ولې يې د اسمان په لور ډزې کړي دي؟ هغه ځواب ويلې چې په (بوز) يې ډزې کړي دي، ياده دى وي چې د يادو سيمو د خلکو د پښتو ژبې لهجه همدا ډول ده چې باز ته بوز ، باغ ته بوغ او داسې نور …….وايي
دا چې د امريکايانو ژباړن درې ژبې ؤ نو د (بوز) څخه يې د (بز) (وزه) معنى اخيستې او هغوى ته يې ترجمه کړې چې ګوندې بندي وايي په هوا کې يې (بزه) ويشتله ، له همدې امله بهرنيانو نوموړى بندې خورا زيات وهلې او ځورولى دى.
دا قصه د ژباړونکو په اړه را په زړه شوه ، هسې خو په افغانستان کې د بهرنيانو سره د افغان ژباړونکو داستانونه خورا زيات دي ، د کرزي د حکومت په لمړيو کې امريکايانو د بګرام په هوايي ډګر د امريکا د ماساچوسټ ايالت ګمان کړى ؤ او د خپلو ژباړونکو سره يې د هغه ايالت د قانون مطابق عمل تر سره کړې ؤ.
طالبانو ته چې هم چيرته ژباړونکي په لاس ورشي نو ژوندي يې نه پريږدي خو ډيرې ژباړونکي بيا وايي چې د خپل ژوند د بيړۍ د روانولو لپاره يې دا دنده غوره کړې ده ، ځينې نور بيا وايي چې خپلو بادارانو ته سم معلومات نه ورکوي او د افغانانو مرسته کوي.
هر څه چې وي ژباړن ، ژوند يې او قبر يې خو اوس د ژباړونکو عقيدې ته هم د ګوتې نيولو ځاى پيدا شو.
څلور ورځې وړاندې د باګرام په هوايي ډګر کې بهرنيو ځواکونو قرآنکريم ته اور اچولى ، په باګرام کې کار کوونکو افغان مزدورانو يې مخه نيولې ، د پروان چارواکو ته ورغلي خو هيچا يې غږ ندې اوريدلې او په پاى کې يې د دې ناوړه عمل په اړه خپل ولس ته خبر ورکړى چې وولس د خبريدو سره په قهريدلې توګه لارو کوڅو ته راووت او دا دې نن د جمعى په ورځ هم په ټول هيواد کې د همدې پيښې د غندلو او مجرمانو د محاکمې په موخه لاريونونه وشول.
په ننيو لاريونونو کې هم نژدې دولس تنه مړه او د اتياؤ څخه زيات نور ټپيان شوي دي چې په تيرو څلور ورځو کې د مړيو شمير د ديرشو او د ټپيانو شمير د سلو څخه زياتيږي.
له پيښې وروسته جنرال آلن ، اوباما او د امريکا د دفاع وزير بخښنه وغوښته او آلن وويل چې دغه پيښه تصادفي رامنځته شوې ده خو دې بخښنو د افغان مسلمان ملت غصه سړه نه کړاى شوه او لا د مجرمانو د نيولو او قانوني سزا په غوښتنه مُصر دي.
مسلمان عقيده لري چې کفار يې نه شي ملګري کيدلاى او زما باور همدا دى چې په باګرام کې د قرآنکريم د سوځيدلو پيښه تصادفي نده رامنځته شوې ، بله دغه جګړه چې هغوى يې مقدس جنګ بولي د مسيحي راهبانو په لارښوونه پر مخ وړل کيږي او په افغانستان کې د بهرنيو فوځيانو تر څنګ د هغوى مذهبي رهبران هم خپلې دندې تر سره کوي چې د همغوى په وينا دا ډول کړنې رامنځته کيږي.
له يوې مخې خو دا عقلاً د منلو وړ نده چې د قرآنکريم په څير کتاب دې څوک ونه پيژني او اور دى ورته کړي او له بلې خوا په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان آلن په خپله خبر پاڼه کې اقرار وکړ چې په باګرام کې يې د قرآنکريم په ګډون اسلامي توکي سوځولي دي ، خبر پاڼه وايي (I have ordered an investigation into a report I received during the night that ISAF personnel at Bagram Airbase improperly disposed of a large number of Islamic religious materials which included Korans. ).
د نوموړي له خبرو بريښي چې نه يواځې قرآنکريم بلکه په باګرام کې به د حديثو او نور اسلامي کتابونه هم سوځول شوي چې هغه کتابونه به هم قرآني ايتونه لري او دا په خپله د قرآنکريم سپکاوى دى.
دا نده څرګنده چې دغه کتابونه د کومه ځايه راوړل شوي وه ، په باګرام کې د څومره وخت لپاره او د کوم مقصد لپاره ايښودل شوي وه او اوس په کوم مقصد وسوځول شول.
له يوې خوا د افغانستان مسلمان ملت پدې کار قهريدلى دى او د تيرو څلور ورځو راهيسې شهيدان او ټپيان ورکوي او له بلې خوا هغه کسان چې ځانونه د افغانستان د جهاد اتلان بولي چوپه خوله ناست دي سربيره پر دى يو شمير دولتي امامان د مسجدونو لوړ غږي د سياسي تبليغاتي الو په توګه کاروي او ملت ته توصيه کوي چې بايد په لاريونونو کې نرمي څرګنده کړي.
له بلې خوا د افغانستان د وولسي جرګې يو غړي ويلي چې د قرآنکريم د سوځيدو پيښه د بهرنيو قواوو د يو ژباړن تيروتنه ده ځکه چې هغه د قرآنکريم او نورو عربي کتابونو تر منځ توپير نه شو کولاى.
د پارلمان دغه غړى عبد القيوم سجادي نوميږي ، د پيښې د تحقيقاتو لپاره د حکومت لخوا د ټاکل شوي هيئت غړى دى ، هغه د بي بي سي خبري ادارې ته ويلي د تحقيقاتو پر مهال امريکايي جنرالانو ورته وويل هغوى خپلو ژباړونکو ته دنده سپارلې وه چې تندلاريتوب ته تشويقوونکي هغه کتابونه چې په پاکستان کې چاپ شوي يو ځاى او وسوځوي ، هغوى يو شمير دا ډول کتابونه چې قرآن عظيم الشان هم پکې ؤ را جلا کړي او په يو ځاى کې ايښي دي ، خو د کار ډله تبديل شوې او نور خلک راغلي ، هغوى ندي خبر چې پدې کتابونو کې قرآنکريم هم شته او دغه ټول ديني کتابونه يې د قرآنکريم په ګډون غورځولي دي.
د نوموړي څرګندونې يواځې په يو ځاى د منلو وړ او يو څه عقل ته نژدې بريښي چې کار کوونکي مزدوران تبديل شوي او نوي مزدوران  او يا ژباړونکي نه پوهيږي چې په کارتنونو کې څه دي خو دا چې ولې د مذهبي کتابونو د سوځولو امر شوې ، ولې او په څه ډول هغه کتابونه چې تندلارۍ ته تشويقوونکي دي باګرام هوايي ډګر ته ننويستل شوي وه ، په پاکستان کې چاپ شوي کتابونه په افغانستان کې د بهرنيانو تر ټولو محفوض پر امنه او خوندي مرکز ته په څه ډول ورسول شول او د چا لخوا ؟؟؟
کيدلاى شي هغه سوالونه وي چې هيڅوک يې هم ځواب ونه وايي او نه څوک دا جسارت وکړي چې دا پوښتنې له هغوى څخه وکړي او نه به ټاکل شوي هيئت پدې اړه فکر کړى وي.
څرګنده ده چې په باګرام کې د بهرنيانو سره د ژباړونکو په توګه کار کوونکي به خامخا افغانان وي ، هغوى به د مسلمان مور او پلار څخه زيږيدلي او په يوه اسلامي ټولنه کې را ستر شوي وي ، شونې ده چې يواځې څو تنه يې يا مسلمانان نه وي ، يا يې تربيه د اسلام سره سمه نه وي شوي او يا د اسلامي ټولنې څخه ليرې پاتې شوي وي اوس نو تر ټولو زړه دردوونکى دا ده چې همدغه ژباړونکي د نورو کتابونو سره توپير نه شي کولاى !!!
دا به لا څه ډول افغان او مسلمان وي چې امريکايان يې د اسلام د مذهبي کتابونو په سيزلو ماموروي او هغه يې د امر تعميل کوي ، که چيرته دې کار ته د خپلې دندې د برخې په توګه ملا وتړي نو د قرآنکريم په باب خو بايد دا فکر موجود نه وي.
دا چې ژباړونکي د قرآنکريم په حق کې دومره ستر جرم تر سره کوي ، د خپل سپيڅلي کتاب څخه دفاع نه شي کولاى او د خپل سپيڅلي دين په وړاندې د مسئوليت او فرض احساس نه کوي نو د يو عام بې ګناه افغان په باره کې خو به خامخا په قصدي توګه د (بوز) ترجمه په (بز) کوي نه په (باز).
له يوې خوا خو د سالم عقل څښتن مسلمان په توګه بايد د بهرنيانو په خبره باور ونه شي ځکه چې يهود او نصار د اسلام او مسلمانانو سره د زړه له کومې دښمني لري او يوه هغه موقع هم له لاسه نه ورکوي چې مسلمانانو ته پکې تکليف او ازيت رسيږي .
څوک پوهيږي که د باګرام پيښه هم لکه د پخوا په څير د ګوانتنامو او افغانستان د نورو زندانونو شکل لري چې قرآنکريم ته د بنديانو د تکليف رسولو په موخه اور اچول شوې وي او يا په قصدي توګه دغه کار د افغان ژباړونکو څخه اخيستل شوې وي څو د هغوى په زړونو کې د اسلام د مينې ډيوه مړه ، غيرت يې له زړونو بهر او د اسلامي شعايرو د توهين سره يې اشنا کړي.
د وولسي جرګې د دې غړي دغه څرګندونې دا پيغام لري چې بايد د بهرنيانو تر څنګ کار کوونکو خپلوانو ، ملګرو او پيژندګلو باندې وويريږو.