کور / تازه خبرونه / په هلمندولايت كى ددوتنو برطانوى سرتيروترڅنګ…

په هلمندولايت كى ددوتنو برطانوى سرتيروترڅنګ…

په هلمندولايت كى ددوتنو برطانوى سرتيروترڅنګ ددروتنووسلوالوطالبانووژل


په هلمندولايت كى دايساف ځواكونو وياند سايمن ميلر وويل چى تيره ورځ ماځيګر مهال دهلمندولايت دكجكى په ولسوالۍ كى ديوه ماين دچاودنى له امله د برطانوى سمندرى ځواك دوه تنه سرتيرى ووژل سوه نوموړى و ويل چى سرتيرى دګزمى په حال كى وه چى چاودنه رامنځ ته سوه ميلر زياته كړه دغه دوه تنه لومړى په چاودنه كى ژوبل سوه اووروسته دسختوټپونوله امله يي ساه وركړه خونوموړى دوژل سووكسانو نومونه نه كړه په ډاګه خو زياته يي كړه چى داسرتيرى دانګلستان دهيواد وه او وويل چى زه دسرتيروپه وژلو سخت خواشينى يم اودنوموړو كورنيو سره خپله خواخوږى څرګنده وم.


ديوبل خبرله مخى تيره شپه پر اووه بجى اولس دقيقى  په مركزلښكرګاه كى دصافانو كلى ته مخامخ پر يوفرعى سړك ديورمونټ كنترول ماين يوه چاودنه رامنځ ته سوه چى په دغه چاودنه كى دځايي خلكوپه وينا چاته پكى زيان نه دى رسيدلى .


خودهلمند ولايت امنيه قومندان دچاودنى په خه نه دى ويلى ولى په هلمندولايت كى دايساف ځواكونووياتد سايمن ميلر وويل چى دهلمندولايت  ملى پوليسو درى تنه شكمن كسان دكندهار اډى ته څيرمه ونيول ميلر زياته كړه چى ددغوكسانو دنيولووروسته څوشيبى وروسته يادسوى چاودنه رامنځ ته سوه ولى چاته پكى زيا ن نه دى اوښتى .


اونن سهار دپوليسو اووسلوالوطالبانوترمينځ  مركزلښكرګاه ته نيژدى په اته كيلومترى كى شمال لويديځ ته دبشران په سيمه كى جګړه وه موښتله چى دځايي خلكوپه وينا جګړى څوساعته دوام درلود دسيمى يوتن اوسيدونكى دنوم  نه ښودولوپه شرط وويل چى لومړى داسى معلوميده چى دپوليسو ترمينځ په خپلو كى جګړه وه موښتله ولى وروسته معلومه سوه چى دسولوالوطالبانو سره جګړه ده   نوموړى زياته كړه چى ګومان كيږى په دغه جګړه كى دواړوښكيلو غاړوته درنه مرګژوبله اوښتى ده .


خوپه مركزلښكرګاه كى يوتن دپوليسو افسر چى نه يي غوښتل خپل نوم واخلى وويل چى وسلوال طالبان دپوليسوپه رينجر موټر كى سيمه ته راغلى وه چى دپوليسوسره يي نښته وه سوه نوموړى وويل چى په دغه جګړه كى دري تنه وسلوال طالبان ووژل سوه اويوتن دطالبانوقوماندان چى ملانقيب نوميده دجګړى پر مهال ژوبل سوى اودپوليسولاسته وليدلى خونوموړى دانكړه څرګنده چى دوى څرنګه دپوليسو په رينجرموټركى سيمى ته راغلى وه .


هڅه مى ډيره وكړه چى په دى اړه دپوره معلوماتو لپاره  دپوليسو دمشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال نظر واخلم خوولى بريالى نه سوم .


ويل كيږى چى ملانقيب څواونۍ وړاندى دڅرخى پله له زيندان څخه دڅوتنوانډيوالانو په ګډون دپيسو په بدل كى دڅرخى پله دزيندان څخه وه تښتيدل چى دامهال يي دژبلى خبرونه ترغوږوكيږى .


آه خوادمارجه ولسوالۍ څخه هم دتوغنديي بريد راپورونه رارسيدلى چى ويل كيږى تيره شپه په مارجه ولسوالۍ كى دكوكناروداړولودكمپاين پر قرارګاه باندى توغنديي بريد سوى خوځايي كسانو وويل چى په دغه بريد كى چاه ته پكى زيان نه دى اوښتى .


خودهلمندولايت امنيه قوماندان هم په دى اړه تردامهاله څه نه دى ويلى .


ديادونى وړده چى تيره ورځ دهلمندولايت ملى پوليسو درى تنه غله نيولى دى امنيه قومندان وويل چى دغه ملى پوليسو په زړه كلا كى دوسلوسره يوځاى نيولى خونوموړى دوسلوتعداد وه نه ښودى .