کور / تازه خبرونه / دميدان وردګو والي له… پلان په پلي کولو کې مرسته وغوښته

دميدان وردګو والي له… پلان په پلي کولو کې مرسته وغوښته

دميدان وردګو والي له امريکا ئي چارواکيو نه د پرمختيائي پلان په پلي کولو کې مرسته وغوښته!



په باګرام کې دامريکائي ځواکونو د٨٢ مې فرقې قومندان جنرال(راډرېګس) دميدان وردګ ولايت له والي عبدالجبارنعيمي سره دولايت په مقر کې وکتل.


په کتنه کې د پوهنې، بيارغونې، امنيت او دولايتي درې کلن پرمختيائي پلان پر پلي کولو يې سره خبرې وکړې.


دميدان وردګ ولايت والي وويل، چې ددغۀ ولايت ددرې لنې پرمختيا لپاره يې ځانګړى پلان جوړ کړى  او نړيواله ټولنه دې ورسره دپلان په پلي کولو کې مرسته وکړي.


هغه وويل،چې ميدان وردګ  درېيمه درجه ولايت دى او دعايد کومه سرچينه هم نلري، نو له همدې کبله دې مرستندويان ورسره لاس په مرسته شي.


د ٨٢ مې فرقې قوماندان (راډرېګس) وويل،چې کوښښ کوي، دپوهنې په ډګر کې مرسته وکړي، ځکه پوهنه کولاى شي، چې دخلکو دا ذهانو په روښانولو کې  ښه ثابته شي.


دميدان وردګ  ولايت والي له نوموړي نه وغوښتل، چې په ولسواليو کې دې دچارواکيو په پياوړتيا او کارونو کې ورسره مرسته وکړي.


 قومندان  راډرېګس وويل، چې دوى به په دغه ولايت کې  دپلان دپلي کولو لپاره پوره مرسته کوي، چې خلکو ته کار هم پيداشي او له ناهيليو څخه ووځي.


هغه يادونه وکړه، چې په ميدان وردګ ولايت کې کارونه سم روان دي. او له همدې کبله يې  دولايت والي(عبدالجبارنعيمي) ته يوه يادګاري ستايننخښه هم ورکړه