کور / نثر / دښايست پايله

دښايست پايله

کاشکي ماهم دهغوي په څير ښکلا نه درلوداي :
اوس به زه هم ديوي ښکلي مرغي دکپس خاوند واي :
هرکله خوبه مي په خوله  دامتل نه راتلاي چي وايي :
ښه انګور ګرد عمر چغال خوړلي وي .





اه خدايه
په تير ټول ژوندانه کي مي دشريکي ميني څوک نه درلود
اونه مي هم دچاسره دزړه له خلوصه مينه کړي وه
هو: مينه مي درلوده خوله ځانه سره مي ټينګه نيولي وه
چي ناببره يوه ښايسته کوتره راغله اومينه يي راڅخه پخپلو منګلوکي ونيوله
خپل دزړه ټول رازونه يي راته هموارکړل
مينناکي اوجادوګري سترګي يي راته  نيغ په نيغه ونيولي   بس
 دسترګوپه رپ کي يي دهغي بلي دنيا (ميني ) ورراته پرانستل
اوزه يي دسمندرپه تل کي دپراته کاڼي غوندي ورلاهوکړم
له ځانه بي ځانه سوم
مجنون سوي لانه وم خوجنون غوندي وم
نولږه شيبه پاتي وه چي زه هم ددي مينه زمادميني په څيردخپل جال په مدار کي راټينګه ګړم
چي ناڅاپه دهوانه يوظالم شاهين په قهرجنه څپه راکښيوت اوخپله مخکني ښکارسوي کوتره يي په منقارکي ونيوله
اوزه دغشي څلي په څير په سپيره ډاګ کي هسک ودريدم
ماويل اه خدايه ماخوداسي نه غوښتل