کور / تازه خبرونه / نړيوال ځواكونه د ګڼو وسله والو طالبانود وژل كېدو خبر ورکړئ

نړيوال ځواكونه د ګڼو وسله والو طالبانود وژل كېدو خبر ورکړئ

د هلمند ولايت د كجكي په ولسوالۍ كي د وسله والو طالبانو او نړيوالو ځواكونو تر منځ د نښتو په پايله كي نړيوال ځواكونه د ګڼو وسله والو طالبانود وژل كېدو او څلورو تنو د ژوندي نيول كېدو خبر وركړى دى .


خو وسله وال طالبان د خپلو ملګرو پر ځاى ټوله مرګ  ژوبله د ولسي خلكو بولي .


و لسي  وګړي شګايت كوي چي ناټو ځواكونو يې پر كورنو بريدونه كړي او درې تنه عام وګړي يې وژلي دي .


د هلمند ولايت د كجكي په ولسوالۍ كي د نړيوالو ځواكونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو بهير تر اوسه روان دى چي د ولسي خلكو په خبره ناټو ددوئ پر كورونو هم بريدونه كړي چي ډېر كورونه يې ورويجاړ كړي او درې تنه يې ور وژلي دي .


د ميشتو بريټانوي ځواكونو وياند ساى من ميلر د پنج شنبې په ورځ آريانا ټلوېزيون ته وويل چي د شمالي كجكي په ځينو سيمو كي يې د طالبانو پر پټن ځايونو هوايې بريدونه كړي چي ګڼ شمير وسله وال طالبان يې وژلي او څلور تنه يې ژوندي نيولي دي .


وسله وال طالبان د كجكي په ولسوالۍ كي ددوئ او بهرنيو ځواكونو تر منځ د جګړي د پخلي تر څنګ د خپلو ملګرو وژل كېدل او نيول كېدل نه مني ، طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا كوي چي وژل سوي كسان ټوله ولسي خلك دي .


د كجكي په ولسوالۍ كي د څو ورځو  را په دېخو ا د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواكونو تر منځ نښتي رواني دي چي ويل كيږي پكي تر دواړو خواوو د ولسي وګړو مرګ ژوبله اومالي زيانونه زيات سوي دي .