کور / تازه خبرونه / هلمند: د يو کور د تلاښۍ پر مهال وسلې ۴ يونيفورمونه او …

هلمند: د يو کور د تلاښۍ پر مهال وسلې ۴ يونيفورمونه او …

د هلمند امنتي سرتيرو د لښكرګاه په ښار كي د يوه كور د تلاشۍ پر مهال ګن شمېر درنې او سپكي وسلې د پوليسو څلور يونيفيورمونه او لاسي بمونه د يوه شكمن تن سره نيولي دي .


چارواكي وايې چي په سيمه كي اوس هم ددوئ پلټني دوام لري .


په هلمندكې دملي امنيت دادارې يوې سرچينې وويل چې يادشوي توكي دهلمندپه مركزلښكرگاه كې د پنج شنبې په ورځ ديولړعملياتوپه ترڅ كې نيول شوي چې پكې د۲۸ملي متري توپ ۱۵گولى،دهاوان درى گولى،يوه دراكټ مرمى،يوميل ماشيندار،۵۵صندوقه ددهشكې اوزيكويومرمى،دوې ميگارف تومانچې،شپږدانې لاسي بمونه،لس كيلوگرامه تارياك،دوه كيلوگرامه چرس او په سلگونودكلاشينكوف او پي كاماشيندارگولى اوځينې نورتوكي لكه برچې ،چاقوگان اوداسې نورشامل دي .


دسرچينې په ويناچې يادشوي توكي په لښكرگاه كې نيول شوي اوپه تړاويې يوتن دولي كرم په سيمه كې نيول شوى چې دامهال ترپوښتنو ګروېږونولاندې دى.


داپه داسې حال كې ده چې په دې وروستيوكې دهلمندځينواوسيدونكوله دې امله سرټكاوه چې گواكې په ځينوسيموكې ورڅخه په سپينه ورځ وسلوال غله پيسې اوياهم موټرسيكلونه اخلي خوددې توكونيول يوه لويه لاس ته راوړنه بولي.