کور / کره کتنه / په ستره محکمه کي فساد

په ستره محکمه کي فساد

پــــه ســــتره محــکمــــــه کی پــه  فســـاد کی دغه  څو کسان ســـتر رول لری


 


۱: عبـــد الملک ( کاموی ) دقوی قضــــا ئ امیر


۲: محمد اسما عیل ( عابد ) دتحـــریراتو رئس


۳: سید مراد (شریفی ) دتفتیش رئس


۴: قاسم خان ( دوســـت ) دشو رایعـــالی غړ ی


۵: ( عبد البصـــــیر ( سروری ) دکنترول مراقبت رئس


 دغه کســـان د قا ضی القضـــا ت په وزرو  ننو تلــی ورڅخــه پــه فســــاد  کی  ګټـــــــه اخلی او  غــلــت ئې استعما لو ی خپـــــلی  منافع تر لا ســــه  کوی    اوقاضی القضـــــا ت بی کفا  یتــــه ده پورته ذکرشوی کسان هر یو ځان ته مشخصات لری تفصیل ته ضرورت  لری خو دغمره  کفایت   کوی :


 محترم پـــوهــــان عبدالعـــــــزیز  چـــــه  اصلا دمکتب یومعلم دی


خو اوس په ستره محــــکمــــه کی دشورای عالی غړی ده قضــاوت پوه لقبــه ده چه ټول عمر ئ دمحـــکمی دروازه  نده لیـــد لی خو  قضا وت پوه ده دافغــا نســــتا ن دقضــــــــا تو په سر نوشت ملنډ ی وهی د هغه  پــه مشهوره داسی مصوبه تصـــــویب شوی هرهغه چا چه دســـتا ږ کورس نوی ویلا ی دقضـــــا وت مل : قضــــــاوت یار :قضـــاوت پوه :


کادری نشـــی تر لاسه کولای بلکی صرف قضـــــــــــا وت منــــد کادری ورکوله کیږی دسوال ځای داد ه دشورایعا لی غړو چیرته ستاږ ویلای چه ټول قضا وت پوهان دی ؟


او دستاږ کورس ته اکثر دحقو قو فارغان چه عبد الملک (کاموی ) ته په رشوت ورکولو دستاږ کورس ته  کامیا بیږی ؛ چه هغوی په شرعیاتو ندی خبر ورڅخه قضاوت مل : قضاوت یار : قضاوت پوه :جوړه وی اوهغه چاچه ۱۰ کاله ۱۲ کاله ۱۵ کاله ۲۰ کاله ۳۰ کاله عملی کار کړی په قضــــا ء پو هیږ ی په شریعت پو هیږی دشرعیاتو اویا دیني مدرسو فارغان دی هغه بی معنی خو چه دحقو قو فارغ وی او په شفع اوطلباتو ئې نوی خبر اوپه اجاره نوی خبر او پـــه بیــــعــــه اواقسا مو ئ نوی خبر په مضاربت او ودیعت نوی خبر وصی ولی قیم نه پیز نی رهن او بیـــــع جا ئز الو فا نه پزنی  د عنین او مجبوب   اوخصی په   مسا ئلو نوی خبر درضاع اوحضا نت په مسا ئلو نوی خبر او محجور او معطو اوسفیه نه پیزنی عقود نه پیزنی اوهـــــبه اوعطیه اوصدقـــــه او تبرع نه پیزنی موانع دهـــبی نه پیزنی  ضرر اوضرر فاحش نه پیزنی ذوالعدد او ذوالا قسام  ذوالقیم نه  پیزنی په مسا ئلو دضمان  نوی خبر   په مسا ئلو دتفــــــریق نه پو هیږی طلاق او اقســـــام ئ نه پیزنی دقصـــا ص او اعدام فرق نشی کولای ارش دیت نه پیزنی په وکالت وصایت حصر وراثت طلا ق خط اقرار خط اهلیت شخصیت فسخ نامزادی اصلاح خط نکاح خط طلاق خط  وغیره نه پوهیږی په میراث او ترکه نه پوهیږی ذوالا رحام ذوالفروض عصـــبه نه پیزنی نا فذ او موقوف نه پیزنی خو زموږ شورایعا لی ورڅخــه قضا وت پوه جــــو ړه وی 


عجیــــــبه له خیـــا نته جوړه بی مفهومــــه مصـــوبه ده


دهری ورځی په تیر ید و یوه دغسی بی مفهومه مصــــو به تصویبیږی چه هم له قانون سره اوهم له شریعت سره  په ټکر کی وی لکه دذوالیدی مصوبه لکه د ده ســـبز دخلکو لپاره مصوبه اوداسی نور  دستری محـــــکمی په ارګان کی معلمان : محریران : قومندانان :  ولسوا لان : بلکی داسی خلک شته چه دابلاغ فارچه نشی لیکلای خو قضا وت مند او تر قضاوت پوه رسیدلی دی  دا ولی ؟ ځکه سمت :قوم : ږبه : تنظیـــمی تړون : نقدی پیســــی : خیش خاله : واسطه : مطرح ده نه   لیاقت    بله خبــــره داده چه تفتیش دهغه چا لپاره اومراقبت دهغه چا لپاره چه تفــــتیش ته مراقبت ته ونډه نه ور کوی  هغوی تبدیلیږی هغوی بی سر نوشته کیږی هغوی ګرفتاره کیږی


هغه تهدید یږی هغه قصر معاش توصیه کیږی هغوی په تلویزون اعلا نیږی دا ولی ؟  ځکه دچو ر چپاول دوره ده او زموږ سرپرست صاحب معمرالقذافی اوحسنی مبارک او عبد الله صالح لقــــــبه څوکی نه پریږدی


 ځان ئ هم وشرما وه او دغه سپځــــلی ارګان ئ هم وشرماوه –  شرمیدلی بس ده –


 انکار داسی لاس پاک ده چه ســـتره محـــکــــمه هم لاس په پاکه وی


اونور هم له   دغه حقیقته   ټول منکر دی داسی  ولایتونه شته چه دقضاتو تغیر تبدیل دبل داسی چا په لا س ده چه هغه دمحکمی د ارګان نده بلکه دارګانه دباندی څوک ده د هغه ولایت د محکمی  درشوت عا ئد ټول هغه یوه ته ورځی ایا دغه اداره ده ؟ ایا دغه استقلال ده ؟ ایا دغه قضاء ده ؟ ای دغه دمعمر القذافی لقبه قا ضی القضـــات بی کفایتی نده ؟


ای پارلمانه ای دځوریدلی ولس نما ینده ګانو له دغو پوهان لقبو له دغو قضاوت پوهانو اداره خرابه ده مظلوم ولس ورڅخه ستړی ده ولس دبلوچستان دکویتی شار ته دخپل مشکل دحله ولو لپاره دطالبانو محکمی ته ځی دستری محکمی وکړو وړو ته تغیر ور کړی دغه پوهان لقبه په مدرسو اومکتبو کی شا ګدان وروزی ددوی مسلک استا ذی ده نه قضــاء دغه دقضاء مسلک قضاتو مسلک ده چه په ابــــتدا ئیه محکمه او استناف محکمه اودستری محکمی په دیوانو کی کار کړی وی  اودغه له کوره راغلی اوسم لاسی قضاء وت پوه دی په قضاء  ملنډی نه وهی اوبله خبره داده شورایعالی درشوت نسبت ولی قضاتو ته کوی ؟ قضات همدغی شورایعالی رشوت ته مجبـــــــور کړی دی ځکه کاموی اوشریفی اودوست ورڅخه ونډه غواړی اوکه دغسی نوی دغه بی کفایته اونا اهله قضات خو شورایعالی مقرر وی ایا دغه مسئو لیت هم دقضا تو ده ؟ نومعلومــــــه ده رشوت هم دوی تر ویج کړی ده که دغسی نوی نو شورایعالی دبی کفایته قضاتو په تلاش کی ولی نده ؟ چیرته ئ سمینار جوړ کړ چه دهر ولا یت په نوبت دری نفره قضــــــــا ت وغواړی امتحانا ۲ مختلفی حقوقی فیصـــــلی ورته وړاندی کړی ورته ووائی چه ددغی فیصــــــــلی دصحت او عدم صحت دلا ئل ولیکه اوهر قاضی ته ووائی چه دری مختلف قرارونه ولیکه ترڅو شورایعالی ته څرګنده شی چه کوم قاضی  باکفایته  ده او کوم  ئ نده بلکی داسی ندی شوی نودا معلومه شوه چه شورایعالی دا تو فیرنه  کوی چه ته قاضی یا معلم یا ولسوال یا قومندا ن ئ خو  شورایعالی په ړ ندو سترګو موټر چلوی خو درشوت نسبت قضاتو ته کوی اوخپل ځان معصوم بولی بلکه اصلاح خو نه راولی هنوز هر یو خپل لغړیان قضا ته سوق کوی اولیاقت ئ نګوری


 حال داده  چه قضـــاء دیودولت عمود فقری ده دلتـــــــه عمود فقـــــری چنجو وهلی ده ای دولس نماید ګانو قضا دقو م کار نده قضاء باید دسیاست څخـــــه پاکه وی قضــــــــــــاء باید دکوم تنظـــــــــم مربوطـــــه نوی قاضی پخپــــــلو کارو کی باید مستـــــــقــــل وی دچا تر تاثیر لاندی رانشـــــــی قاضی باید بل ته لا سونه دراز نکړی دقضـــاء ولی رنګ بد ده ؟ د قضا ء حیثیت ولی ترسوال لاندی ده؟ له قضـــاء ولی خلک شاکی دی ؟ ځکه پـــه ســــــــتره محکمه قاضی القضـــات نه بلکه معـــمـــر القــــــذ افی بی کفایته ده :


 قاضی القضات اوڅوغړی چه قانونی دور ه ئ پوره شــــــوئ اوقانونا دتصــــویب اوپریکړی حق نلری اوپه سپین ســـترګی ناست ده خودغه فســــــــــــــا د ده اودنا اهلو قضـــاتو په کار ګمارل : فســـــــــــا د ده


ر و ســــــا ء داســــتنا ف دمحاکمو به په سلوکی دوه یا دری په قضــــاء پو ّیږ ی دغه باقی یوهم په قضــــــاء نه پوهیږی خو روابط ئې محکم دی  دغه فســـــــــاد ده داســــتنا ف  دمحکمی  څوکی ټولی  په   ډ الرو خرڅیږی دغه فســــــــــاد ده چه په شرعــــیا تو خبر نوی قضاء ته سوق کول دغه فســـــــــا د ده  عبد البـــــصیر ( سروری )   دسرپر ست صا حب دخاله زوی ته دمراقبت اوکنترول په نامه ریاست جوړول او ورته سپــــــارل دغه فســـــــــــــا د ده دقوم او تنظــــــیم اوسمت اوږبی


ترعنوان لا ندی پکار ګمـــــارل دغه فســــــــا د ده چه عبد الملک کا مو ی) ته چه دستا ږ دشمول په وخت کی پیسی ورنکړی دستاږ کورس ته نسی شاملید لای دغه فســــــــــا د ده دقضــــــــــــاء ارګان به څنګه جوړ شی ؟


که موږ وغواړو چه زموږ قضـــاء جوړه دشی عدالت منځ ته راشی ظلم استبـــــــد اد بی عدالتی له منځه ولاړه شی مظلوم ته خپل حق وسپا رل شی دولس فریاد ورک شی بی موجبـــــــه څوک بندی نشی رشوت له منځه ولاړ شی دڅواشخاصو دسیا ست شکار شوی ملت له جبر اوستمه خلا ص شی دقضـــا ء پاک مسلک ته له فســـــا د نجات ورکړشی دخود غرضو داهدافو شکار نشی دقضـــاتو اوقضــــــاء حیثیت تر سوال لاندی را نشی دقضـــــاتو لاسونه بل ته دراز نشی  یوه له ســــــــیا سته پاکه قوه قضائیه ولرو نو څه دی وشی ؟ داخل دســــــترمحکـــــمی دی له فســـــــــادده پاکه شی .