په سهېل کي د۲۰۳ قول اردو اژدها عمليات پای ته ورسيده

د لراوبر اداره | جولای 21st, 2012


دملي اردو د ۲۰۳ قول اردو قوماندا نۍ چارواكي د اژدهاپه نامه دپوځي عملياتو د پاى ته رسيدو خبر وركوي وايي ياد عمليات چې د سوېل خيتځ زون اړونده يوشمېر ولايتونوكې د چنګاښ په ۱۲ پيل او په ۲۷ نېټه پاي ته ورسيدل .


د تندر قول اردو چارواكي وايي چې په دغو عملياتو كې يې د دولت دوسله والو مخالفينو له ۱۰۰ زياتو كسانوته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ شمېر درنې او سپكې وسلې د ملي اردو ځواكونو لاسته ورغلي .



د ملي دفاع وزارت د دوه سوه درې نمبر تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد شريف يفتلي چې د يادې قول اردو د رسنيو په خونه كې خبريالانو سره خبرې كولې وويل ، د چنګاښ په ۱۲ نېټه يې د ګڼ شمېرنورو امنيتي ځواكونو سره په همغږۍ د سويل ختيځ زون په اړوند د غزني ، پكتيكا ، پكتيا او خوست ولايتونو په اړوندو سيموكې د اژدها په نامه پوځي عمليات پيل كړل چې په ترڅ كې يې د وسله والو مخالفينو له سلو زياتوكسانوته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ شمېر سپكې اودرنې وسله اومهات يې تر لاسه كړي :


د يفتلي په خبره په نږدې راتلونكي كې به د سويل ختيځ زون په مركز پكتيا ، خوست او دپكتيكا ولايتونو په يوشمېرسيموكې له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونوته د پوځي واك لېږ پروسه پيل شي . ده وويل د دې چارې د تر سره كولو له پاره د دوى قوتونه پوره چمتوالى لري .


بل خواد همدغې قول اردو د توپچي كنډ اړوند ۸۳ تنو افسرانو ، بريدملانو اوسرتيرو د څلورومياشتومسلكي زده كړو په پاى كې د فراغت سندونه ترلاسه كړل .

Copyright Larawbar 2007-2024