ملي امنيت رياست درې پاکستاني وسلوال نيولي دي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 21st, 2012



کندهار افغانستان-د کندهار د ملي امنيت ريا ست منسوبينو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د عملياتو پرمهال درې تنه پاکستاني وسلوال چي دلته يې تورتسي فعاليتونه کول نيولي دي.
له دې کسانو سره يو ځاى درې تنه نور افغانان هم چي د کندهار ښار او ارغنداؤ ولسوالۍ اوسېدونکي دي نيولي او اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
ياد سوي شپږ تنه نن سهار د ملي امنيت په رياست کي د رسنيو استازو ته وښوول سول او هر يوه يې په خپل نوبت سره پر خپلو ترورستي کړنو او فعاليتونو باندي اقرار وکړى.
هغو دريو کسانو چي د پاکستان اوسېدونکي دي وويل چي هلته د پاکستاني او افغاني ملايانو لخوا په ګډه سره په افغانستان کي د افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو پر وړاندي وسلوالي مبارزې ته مجبور سوي ول.
دغو کسانو زياته کړه چي دوى ته د پولي په بله غاړه کي پوځي روزنه هم ورکول سوې وه او موخه يې په افغانستان کي وسلوال فعاليتونه سرته رسونه وه.
په تېره اوونۍ کي درې نورو نيول سوو کسانو چي د کندهار ولايت اوسېدونکي دي وويل دوى په ښار، ارغنداؤ او ميوند ولسواليو کي د افغان دولت پر ضد وسلوالي کړني کولې او د قومي مشرانو او مخورو په وژنه کي يې هم لاس لاره.
هغوى زياته کړه چي په ځلونو يې په ښار او ولسواليو کي قومي مشران او مخور د خپلو بريدونو ښکار ګرځولي او په وينا يې چي دغه کړني يې د يو شمېر لوړپوړ پاکستان ميشتو طالب قومندانانو په خاص امر سره سرته رسولې.
 
د ملي امنيت رياست منسوبينو له دې وړاندي هم په ځلونو ځلونو داسي کسان نيولي چي په ښار او ولسواليو کي يې د امنيتي حالت د ګډوډولو هڅي کولې او پر افغان امنيتي ځواکونو او ولسي خلکو يې ناځوانمردانه بريدونه کول.

Copyright Larawbar 2007-2024