خوست: دځنګلونو وهلو دمخنيوي هڅي

د لراوبر اداره | جولای 20th, 2012


خوست ولايتي ادارې دځنګلونو دوهلودمخنيوي په خاطرجدي ګام پورته کړى


خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دخوست ولايت ټولو ملکي ادارو،امنيتي ،کشفي او نظامي ارګانونوته دنده سپارلې چې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې دسيمې دخلکو لخوا دځنګلونو دقطع کيدو اوتالان مخنيوى وکړي،نوموړي دتڼيوولسوالۍ سرحدي سيمې ادمحمد تاريخي زيارت ته دسولې دکاروان له سفروروسته ټولو ارګانونوته جدي سپارښتنه کړي اوټولو ارګانونوته يې دا دنده سپارلې چې دځنګلونودقطع کيدو دمخنيوي ترڅنګ دځنګلونو په ساتنه اوپالنه کې فعاله ونډه واخلي.


دخوست ولايت غرونه ټول په ځنګلونو پوښل شوي دي چې دغه ولايت ته يې ځانګړې ښکلا ورکړي اودسيمې دهوا په پاکوالي ،زرغونوالي اودچاپيريال په ساتنه کې يې هم زياته مرسته کړې ده،خوله بدمرغه دهمدې ولايت يوځينې قومونه اوقبېلې په ډيره بې رحمانه توګه پرته له دچې خپل چاپيريال او هواته پاملرنه وکړي دځنګلونوپه قطع کيدو اوتالان يې لاس پورې کړى .


سره ددې چې ولايتي ادارې په دې وروستيو دوه کالونوکې په مرکز او ولسواليوکې دځنګلونو دتالان مخه نيولې اوپه همدې تړاو يې ددغه ولايت له ديني علماوو،قومي مشرانو،سيمه ييزو شورا ګانو،مدني ټولنو،کلتوري بنسټونو ،درسنيو له استازو سره ځوځلې ناستې وکړي اوله دوى غوښتنه کړې ترڅو په خپلو سيموکې دځنګلونو ساتنه وکړي چاته ددې اجازه ورنه کړي چې ددغه ولايت دطبعي شتمنۍ تالان کړي،په نتيجه کې په ‌ډيرو سيمه کې دځنګلونو دتالان مخنيوى وش وان تردې چې ځينو قومونودهغه کسانو په وړاندې چې ځنګلونه قطع کوي جدي پريکړې وکړي.


دادمحمد تاريخي زيارت ته په وروستي سفرکې دا په ډاګه شوه چې اوس هم ددغه ولايت په لرې پرتو غرنيو سيمو کې دسيمې خلک په ډيره بې رحمانه توګه ځنګلونه وهي ،که دځنګلونو وهل همداسې ادامه پيداکړي ددغه ولايت راتلونکې به له جدي ګواښ سره مخامخ شي.


په همدې خاطرولايتي ادارې خپلو ټولو ملکي ادارو ،امنيتي ،کشفي اونظامي ارګانونوته جدي دنده وسپارله چې ددغه ولايت په لرې پرتوسيمو کې دسيمو ديني علماوو ،قومي مشرانوپه همکارۍ ددغه تالان مخنيوى وکړئ ،دټولو هغه کسانوپه نيولو اقدام وکړي کوم چې دځنګلونوپه وهلو کې لاس لري اويادنورو په اشاره دخپلو شخصي ناروا ګټو دخوندي ساتلوپه موخه دغرونو،ځنګلونو ،ځړځايونو او دښتوپرسرقومونه جګړوته هڅوي همداشان ټولو ادارو او ارګانونوته لارښوونه شوې چې دځنګلونو وهونکي ،تالان کوونکي ،دغرونو،دښتو اوځړځايونوپرسردشخړو کوونکي ترنيول کيدو وروسته دقانون منګولوته وسپاري ترڅو دخپلو ناروا اعمالو له مخې سخته جزاء وويني.

Copyright Larawbar 2007-2024