کور / هراړخیز / د لغمان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د لغمان ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د لغمان ولایت د افغانستان د ختیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د نورستان ولایت، جنوب ختیځ ته یې د کنړ ولایت، جنوب ته یې د ننګرهار ولایت، لویدیځ ته یې د کابل ولایت او شمال ته یې د پنجشیر او کاپیسا ولایتونه موقعیت لري.


د لغمان ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 578,000 په شاوخوا کې اټکل کیږي. د لغمان مرکز د مهترلام ښار دی او په مرکز سربیره 5 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له قرغه یي، علینګار، علیشنګ، بادپش او دولت آباد څخه عبارت دي.


د لغمان په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي. 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي. 


همدارنګه مخکې له دې چې د دې ولایت د پوهنیز بهیر په هکله تفصیلاتو ته ولاړ شو د همدې ولایت د پوهانو د خبرو پر بنسټ باید یادونه وکړو چې د لغمان ولایت د ښوونکو د روزنې مرکز هم ګڼل کیږي چې د خپل ولایت په پوهنیزو موسسو سربیره د هیواد زیاترو سیمو ته ښوونکي وړاندې کوي او د افغاني ټولنې پوهنیز خدمت خپل ویاړ ګڼي.


د 1390 کال ښوونیز حالت:


د  لغمان  په ولايت كې په ټولیزه توګه 273 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 249 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 14 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 8 بابه دیني مدرسې، 5 بابه دارالحفاظونه)  5 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 5 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 232,861 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 3,855 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت دي.


 


همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  3,000 تنه د سواد د زده كړې په 160 بابه كورسونو كې د 116  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت دي.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د لغمان په ولايت كې د 7,584,766 امريكايي ډالرو په ارزښت 141 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 75 پروژې بشپړې شوې، 52 پروژې تر کار لاندې دي او 14 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.


په 1389 کال کې له دولسم ټولګي څخه د لغمان د ولایت د دولسم ټولګي د فارغانو شمیر 3,153 تنه وو  او په 1390 کال کې د همدې ولایت د دولسمو ټولګیو د زده کوونکو شمیر 3,920 تنه دی چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.


 


د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:


د لغمان په ولایت کې، د ثانوي دورې لپاره پر وخت د کتابونو نه رسیدل او د 72 تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري. 


باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…