يخني
د موټر له ښيښې يې واوره وتوږله. په بېړه موټر ته کيناست. يخ وهلو ګوتو يې په سختۍ د موټر کلي تاوه کړه. لاسونه يې تر تخرګونو لاندې ټينګ ونيول. زړه يې طاقت و نه کړ. د لاسونو ورغوي يې سره وموښل. بيا يې دواړه لاسونه تر خولې کړۍ کړل. کف کف يې کول، چې ژر تاوده شي. د موټر سويچ بورد ته يې وکتل. د ګرمېدو ستنه په لومړۍ کرښې ولاړه وه. موټر يې روان کړ. تر څو دقيقو مزل وروسته يې ملګري ته موټر ودراوه.
– هلکه څه شی کوې، په يخنۍ دې مړ کړمه. سلامونه.
– راځه موټر ګرم دی. اوس به دې په ګرمۍ مړ کړمه.
– خو ناوخته دې کړه اوس به ريس وايي، چې ناوخته راځئ.
– زه دې رسوم قيصه کې يې مه اوسه.
موټر يې ګړندی کړ. تر ښه شېبه مزل وروسته نوي راغلي ملګري يې د سندرې غږ ورو کړ.
– ته هاغې پخې ته ګوره. په دې يخنۍ کې خير غواړي. مسته ده مسته.
موټر ته ناست ملګري يې ور ته ښه وکتل.
– اوس ورته ګوره.
موټر يې لا ګړندی کړ. د سړک غاړې ته په ولاړو اوبو کې يې موټر په چټکۍ تېر کړ. دواړو په ښيښه کې ښځې ته ور وکتل. په اوبو لنډه خيشته وه. دواړو په لوړ غږ وخندل او د سندرې غږ يې بېرته هسک کړ.
1390\11\19
مارمل کمپ