کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مجرمين د پيسو په زور خلاصيږي

مجرمين د پيسو په زور خلاصيږي

موږ په هېوادد کې ډېر داسې مجرمين شته، چې په هر جرم کې يې د انسانانو ژوند نه يوازې له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د دوى په وينو او د دوى پر سرونو يې ناوړه تجارت کوي او خپلو اولادونو ته يې پرې پاللي او ساتلي دي. دوى د مظلومو خلکو پر سرونو پښې ايښي دي او لوړو پوړيو ته يې خپل ځانونه پرې رسولي دي. دغه مجرمين اوس په داسې اوړو پوړيو کې دي، چې د چا زور هم نه پرې رسيږي او نه هم څوک ترې د خپل حق پوښتنه ترې کولاى شي.


اوس په دولت کې زيات شمېر خلک داسې دي، چې د خلکو پر حقونو سترګې پټوي. دوى په اداري فساد او د نشه يې توکو په کرکيله او قاچاق کې لاس لري. همدارنګه دوى د دولتي ځمکو په غصب  کې زيات لاس بري دي. او ددې سره په څنګ يې کمېشن کاران هم ساتلي، چې د دوى لپاره د حرامو پيسو په راپيدا کولو کې هلې ځلې کوي.


د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په خوست ولايت کې هم همدا کار روان دى. دا حالت دوه کاله وړاندې ډېر خراب وو. خو کله چې اوسنى والي خوست ته راغى، نو د هغه کسانو په نيولو يې لاس پورې کړ، چې فساد او د دولتي ځمکې په غصب کې يې زيات رول درلود. همدارنګه په دې ولايت کې غله او اخاطافګر په ځلونو نيول شوي. خو بېرته له زندان څخه د پيسو په زور خوشي شوي دي. هغه مجرمين چې په خوست کې د مکملو اسنادو سره يو ځاى نيول شوي وو، يو شمېر يې د پيسو په مقابل کې او يا د واسطو له لارې له بنده ازاد شول او په خپلو کورونو کې اوسيږي.


که چېرې د پوليسو او يا نورو ارګانونو له خوا مجرمين نيول کيږي او وروسته بيا د پيسو په مقابل کې خوشي کيږي، نو دا کار له يوې خوا دولت کمزورى کوي او له بلې خوا په خپله مجرمين او غاصبين نور هم زړور کيږي او خپلو جرمنو ته نور هم زور ورکوي.


په خوست کې چې اوس کوم مجرمين له بنده د پيسو په مقابل او يا په بل نوم ازاد شوي دي، په اړه يې مدني ټولنې او عام خلک له دولت نه، نه يوازې خفه دي، بلکې په ډېرو ځايونو کې فکر کيږي، چې د بيا ځل لپاره پر دولت باور ونه کړي، ځکه دوى هر څه په خپلو سترګو ويني. له ولس نه هېڅ پټ نه پاتې کيږي او نه هم دا ولس دومره کمعقل دى، چې په کوم څه دې پوه نه شي.


که موږ وغواړو، چې افغانان نور له درد او کړاو څخه د تل لپاره خلاص کړو، بايد پر زورور او کمزوري قانون يو شان پلى کړو. موږ له عدليې وزارت، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ نه غوښتنه کوو، چې نور دې د ولس پر وړاندې هر ډول مجرمين محاکمه کړي او هغه سزا دې ورته ورکړل شي، کومه چې زموږ اساسي قانون ورته ټاکي.


دوى دې په خوست ولايت کې که چېرې موږ پر کمزوري او زورور يو شان قانون پلى نه کړو، نو له ډېر وخت پورې به افغانان همداسې د سرېښو په ډنډ کې بند پاتې وي او زورور به يې لوړ مقام ته د رسېدو په موخه پر سر پښې کيږدي او بس.