کور / سياسي / ملي واکمني او د بګرام جیل برخلیک

ملي واکمني او د بګرام جیل برخلیک

ملی واکمنی د عمل په ډګر کې یانې د دولت په اډانه کې د حکومت بشپړواک د هیواد په ټولو هیواد جغرافیایی برخو او سیمو ته وایی خو په تیوریکه توګه ملی واکمنی د ولس د آزادې ارادې څخه سرچینه اخلی کله چې ولس په آزاده توګه خپل حکومت ټاکی بیا به حکومت د ملی واکمی د تمثیلولو او پلې کولو واک ترلاسه کوي چې د منتخب حکومت واک چلولو ته  ملی واکمنی وایی. که چیرې حکومت د هیواد په یوه سیمه  لکه  جیل ،  بندر، هوایی ډګر او یا ملی شتمنی لکه کاڼ یا د  تیلو څاه او داسې نورو ځایونو خپلې ولکې  له لاسه ورکړي بیا به ملی واکمنی ماتیږي  بیا به په ډاګه ویلی شو چې حکومت د ملی واکمنی په ټینګښت کې پاته راغلی او ولس حق لری چې حکومت د ملی واکنمی د نه ټینګښت په تور د خپل  باور رای بیرته ځنې واخلی او حکومت  بې واکه کړي.  اوس په ډاګه ویلای شو چې د داود خان له حکومت څخه وروسته په افغانستان کې نه دولتی واکمنی او نه ملی واکمنی ټینګ شوی دی. د روسانو او د امریکایانو د تیریو پر مهال په افغانستان کې نه یواخې دولتی او ملی واکمنی دواړه په بشپړه توګه سره مات شول بلکې افغانستان خپل سیلسی استقلال هم له لاسه ورکړه. :ه څه هم نړیوال ټولنه افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه پیژنی خو له بده مرغه دا هم په ډاګه وویلای شو چې افغان دولت او افغان ولس د ملی واکمنی له نعمته څخه بې برخه ده ځکه چې افغان دولت د افغانستان په ټولو جغرافیایی سیموکې واکمنی نه لری او د بګرام د جیل واک د هغه یوه بیلګه ده.


له بد مرغه دا هم په ډاګه ویلای شو سره بیره پردې چې د امریکا او ناتو ځواکونه  څو څو ځلې ویلی چې افغانستان یوه خپلواکه هیواد دی او منتخبه ملی دولت لری خو همدغو امریکایی او اروپایی ځواکونه په ډاګه د افغان دولت ملی واکمنی مات کړي. دوی په افغانستان کې پوځی اډې لری،  جیلونه لری د افغان دولت له ارادې پرته په افغانستان کې افغانان بندیانوي ، په خپل جیلونو کې ځوروی او کړوي او بې له محکمې د کلونو کلونو د پاره په جیل کې ساتی، د افغانانو کلیو او کورونو بمباردوی تر دې نه نوربل څرګند او بربند دلایل نشته چې  ووایو افغانستان د ملی واکمنی له نعمته څخه بې برخه ده او افغان دولت د ملی واکمنی په ټینګښت کې پاتې راغلی دی. د بلې خوا افغان دولت سخت هلی ځلې کوي چې د یوه خپلواک هیواد په توګه د بشپړ ملی واکمنی خاوند شي خو امریکایان د افغان دولت بشپړ واکمنی نه منی او وایی چې د تروزیزم د جګړې په ډګر کې په افغانستان کې هیڅ دول حد او حدود نه می او هرځای او هر چیرته چې اراده وکړی هلته په آزاده توګه بې له دې چې د افغان دولت سره سلا مشورې وکړي عملیات ترسره کوي چې په دې ډول په څرګند او بربند توګه د افغان دولت ملی واکمنی ماتوي.


روسانو هم د خپل یرغل پر مهال د افغان دولت ملی واکمنی ماتول خو هغه مهال افغان کمونست دولت استدال کاوه چې د افغان دولت ملی واکمنی د نړیوال سولې او سوسیالیزم تر ګټو پورې پورته نه ده او ببرک کار مل هیڅ کله د روسانو څخه ګله نه کاوه چې ولی د افغان حکومت ملی واکمنی ماتوي برعکس د کرزی حکومت د افغان دولت د ملی واکمنی د ټینګښت د پاره تل هلې ځلې کوي چې دافغان دولت ملی واکمنی ټینګ شي خو داسې نه ښکاری چې د ۲۰۱۴ کاله تر پایه پورې افغانستان د بشپړ خپلواکی خاوند شي او ملی واکمنی لاس ته راشي . خدای مهربانه ده چې د ملی تورتم پرځای د ملی خپلواکی او ملی واکمنی رڼا د افغان پر خاوره کې خپره شي.


له یوه کاله راهیسې د امريكا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيك تړون پرسرخبرې اترې روانې دي او دا بهیر کله مخته ځي او کله ځنډيدیږي. ‏ د امريكا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيك تړون د منځ ستنه همدغه د افغان دولت د  ملی واکمنی ټینګښت د امریکایانو د پو ځي اډې په شتون کې دی . ځنې افغانان د ملی واکمنی د ټنګښت په هکله په په امریکایانو باندې سخت مشکوک دي او داسې استدلال امریکایان به هیڅ کله په خپل تړون ریښتین پاتې نه شي.


 له هغه ورځې چې افغان حکومت ته د امنیتی مسولیت د لیږد بهیر پیل شوی افغانانو ته یوه هیله پیدا شوه چې یوه ورځ به افغانستان د ملی واکمنی خاوند شي.


امریکایان د جرمنی ، جاپان اوجنوبی کوریا د نیونې وروسته له دغو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاس لیک کړل خو وروسته له څو کالونه مفتوحه هیوادونه د بشپړ ملی واکمنی خاوند شول خو له بد مرغه له لس کالو وروسته هم افغانستان د ملی واکمنی خاوند شوی نه دی. افغان دولت ، د افغانانو لویه جرګه په کلکه توګه له امریکایانو څخه وغوښتل چې شپنی عملیاتونه بند کړي او د بګرام جیل واک افغانانو ته وسپاري خو امریکایان په افغان حکومت تور پورې کوی چې افغان حکومت دومر وس نه لری چې د امریکایانو له خوا نیول شوي افغان بندیان وساتی بې له شکه ویلای شو چې دا یوه تشه پلمه ده ځکه چې امریکایان هم د بندیانو سره داسې چلند نه کوی چې د کابل تر حکومته ښه و ګڼل شي.


افغان دولت ّهڅه کوي چې له امريكا سره د داسې تړون پرلاسليك كاركوي چې د افغانستان واكمني ته په ‏كې درناوى وشي. افغان دولت په ټینګار له امریکایی واکدارانو څخه غواړي چې د بګرام جیل واک افغان حکومت ته وسپارلي ، مریکایی او د ناتو پوځونه  شپنۍ پوځي یرغلونه او چاپې د افغانانو په ګورونو کې ودروي. د افغان حکومت او امریکایی واکداران تر منځ خبر اترې د د همدغو مسایلو له کبله د ځڼد او خڼد سر مخامخ دي. تر څو چې دشپنۍ پوځي یرغل د دوام پرڅرنگوالي ، د امریکایی جیلونو واک  افغان حکومت ته او افغان امنیتی ځواکونو ته  د مسووليتونو پرليږد باندې د كابل او امریکایی واکدارانو ترمنځ د نظر یوالې منځ ته نه وي راغلې ډیر کران ښکاري چې افغان دولت د ملی واکمنی د لرلوادعا وکړي.په دې اړوند د افغان حکومت د  بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د دوشنبې په ورځ(د كب ۱۵) يوې خبري ‏غونډې په ترڅ کې ويلي چې افغان حکومت ژمن دی چې دوديزې لويې جرگې د پریکړو سره سم له امريكا سره د ستراتيژيك تړون لاسليك غواړي د بلې خواواشنگټن هيله لري چې دغه تړون به ژرلاسليك شي څو ورځې وړاندې د امريكا د دفاع وزير ليون پنيتا وويل چې په راتلونكيو څو اوونيو به كابل او واشنگټن د ستراتيژيكو همكاريو تړون لاسليك كړي.


ګڼ شمیر افغانان په دې باور دی چې داسې نه بریښي چې دا تړون په افغانستان کې د سولې او د امنیت د ټینګښت سبب وګرځي ځکه چې له یوې لورې د طالبانو په شمول ګڼ شمیر افغانان د بل لورې ایران او پاکستان د دې تړون د لاس لیک کیدو سره کلک مخالف دی.


افغانان باور نه کوی چې امریکایی واکداران د افغان ملی واکمنی ته لکه چې د آلمان او یا چابان په شان په درنه سترګې وګوري.


تاند خبری ویب پانه د مارچ نهمه نیټه خبر ورکړ چي افغان حکومت او امریکايي چارواکو سره سلا شوی چې په شپږو میاشتو کې د بګرام جیل واک افغان حکومت ته  سپارل کیږي.


په افغانستان د امریکایی پوځ ستر قوماندان جنرال الن وویل د بګرام د جیل واک افغانانو ته د مسوولیتونو د سپارولو یوه بله بیلګه او زموږ د هغو چارو څرګندویه ده چې له مخې به یې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي. نړیوال مطبوعات هم داخبر منی چې افغان حکومت له امریکا سره تړون لاسلیک کړ چې تر مخه به یې د بګرام د زندان چارې افغان چارواکو ته وسپارل شي. د بګرام په جیل کې شاخوا ٣٠٠٠ افغانان بندیان دي.


د لاسلیک شوي تړون له مخې تر راتلوونکو شپږو میاشتو امریکایان کولای شي چې د بندیانو و د خوشي کیدو مخه ونيسي او یا یې خوشي کړي.


تر دې وړاندې افغان ولسمشرحامد کرزي څو ځلې ویلي و چې د بګرام جیل واک دې افغانانو ته وسپارل شي خو په دې هکله وروستی نیټه د مارچ د میاشتې تر ۹ نیټې غځول شوی و خو بلاخره امریکایان شپږ میاشت نور هم هغه وغځول.


د افغان ولس مشر ویاند وویل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جیلونو شته والی او د شپې له پلوه د هغوی  پوځی عملیات هغه څه وو چې د ستراتیژیکو همکاریو په اړه د تړون د لاسلیک کولو په لار کې یې خنډونه رامنځ ته کړي دي.


 


خو د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وايي ولسمشر بارک اوباما او ولسمشر حامد کرزي په ویډیويي تیلیفون کې د افغانستان له جګړې د ډیرو امریکايي عسکرو له ایستلو وروسته د واشنګټن او کابل د ستراتیژیکې ملګرتیا د تړون خبرې چې له څه وخته په ظاهره ځنډیدلي ښکاري پرمخ بیولي دي.


په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو شتون هیڅ کله هم د سولې او ټینګښت لامل نه دې شوی ‏او نه به شي دا چې ولې د لومړی ځل لپاره افغان لویه جرګه دا پریکړه وکړه چې ‏امریکایان د 2014 کاله وروسته هم کولای شي په افغانستان کې پوځي اډه ولري کیداشی د ‏لیل یی دا وي چې ایران او پاکستان د امریکایی پوځی اډې سره مخالف دی نو افغان د دې ‏لپاره چې خپل کرکه او مخالفت د ایران او پاکستان سره وښیی د امریکایانو سره وممل چې ‏کولای شي په افغانستان کې پوځی اډه ولري. تل د وي خپلواک افغانستان


په درنښت عالیه راوی