کور / سياسي / پاکستان، جنوبي آسیا، او اسلامي ټولنې

پاکستان، جنوبي آسیا، او اسلامي ټولنې

(د یو نړیوال کنفرانس لنډیز) 


له پورتني عنوان لاندې (۲۰۱۲ کال د مارچ په ۶ او ۷) د اسلام آباد د نړیوال اسلامي پوهنتون لخوا دوه ورځنی نړیوال کنفرانس ترتیب شوي ؤ. دې کنفرانس ته د نړۍ له مختلفو هېوادونو د معتبرو پوهنتونونو استادان، پروفیسران، دوکتوران، عالمان او د چارو مخکښ شنونکي دعوت شوي وو.


دغو ښاغلو پر مختلفو موضوعاتو خپلې څېړنیزې مقالې او ویناوې واورولې، په دي کنفرانس کې د جنوبی آسیا تاریخ، کلتور، ادب، منطقوي ارزښت، تجارتي او امنیتي اهمیت او په ځانګړي ډول د مسلمانانو تاریخي او معاصرې چارې تر بحث لاندې ونیولې.


ډېری بهرني میلمانه له امریکا څخه راغلي وو، کومو چې په جنوبي آسیا او په ځانګړي ډول په جنوبي آسیا کې د مسلمانو ټولنو په اړه ژوره مطالعه لرله.


موضوع هغه وخت نوره هم په زړه پورې شوه چې امریکایي پروفیسران د محصلینو تر یو شمېر ترخو پوښتنو لاندې راغلل. د معاصرو واقعاتو په نظر کې نیولو سره پاکستان او افغانستان په دې کانفرانس کې د خاص اهمیت وړ وو.


ځینو پروفیسرانو د وړوکي براعظم (هند) په تاریخ باندې رڼا واچوله او د مسلمانانو هغه طلایي وخت یې د یو څو شیبو لپاره د اورېدونکو مخې ته کېښود. د یوه پروفیسر په وینا؛ د مغلو د حکومت په وخت کې مسلمانانو د نړۍ د اقتصاد ۲۵ سلنه ګټه (جي ډي پي) تولیدوله، چي اوس دغه کچه د امریکا متحده ایالاتو او چین سره ده. یو بل پروفیسر ډاکتر رسول بخش رئیس د افغانستان او پاکستان په اوسنیو حالاتو باندې وغږېد. ده وویل چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې، او د دغه لوی شکست شرم اوس د پاکستان په ملامتولو سره پټوي. ده زیاته کړه؛ پاکستان د امریکا سره د افغانستان په جګړه کې مرستندوی دي، نه له مخالفینو سره.


ښاغلي رئیس زیاته کړه چې پاکستان باید د افغانانو خپلواکۍ او استقلال ته په درنه سترګه وګوري، او افغانان هم باید نور په خپل منځ کې سره جوړ شي. ده د افغانستان له سیاسي ګوندونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د روښانه او تل پاتې راتلونکي لپاره سره په یوه طرحه کار وکړي، ترڅو په افغانستان کې د کورنیو جګړو مخنیوی وشي.


په همدې ډول یو بل پروفیسر ډاکتر اعجاز اکرم وویل، د سپتمبر د یوولسم له پېښې وروسته د امریکایي پروفیسرانو لخوا د تمدنونو د ټکر تر عنوان لاندې مقالې او لیکنې خپرې شوې، چې دا د نړۍ د مذاهبو ترمنځ د نور اختلاف او فاصلې سبب شوې.


د ښاغلي اکرم په وینا د پاکستان تر ټولو لوی دوښمنان د امریکا متحده ایالات او ورپسې اسرآیل دي. ده وویل چې امریکا پاکستان د کورنیو او بهرنيو خطرونو سره مخ کړی دي.


په داخل کې د پروفیسور اشاره نااهله مشرانو ته وه، چې په وینا یې دغه مشران د دوبۍ د تړون په آساس منځ ته راغلي، او د پاکستان پر وولس تپل شوي دي.


د باندیو خطرونو نه یې مطلب امریکا وه چې په وینا یې پاکستان یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دي، لکه د هېواد پر سرحدونو، او فضایي حریم تېری او د بې پیلوټه الوتکو حملې. ده زیاته چې امریکا د پاکستان د مسلمانانو څخه په وېره کې ده؛ ځکه داسې تریخ چلن ورسره کوي.


ځینې پرفیسران په هغو عواملو وغږېدل کوم چې د جنوبي آسیا د مسلمانانو د کمزورۍ او زوال سبب ګرځېدلي دي. دوی په یوه خوله وویل؛ جنوبي آسیا په یو وخت کې د آمن او سوکالۍ نښه وه، د ځمکې هغه برخه وه چېرته چې د علم، زده کړې، ادب او سیاحت لپاره به د نړۍ له نورو برخو نه وګړي راتلل، خو اوس جنوبي آسیا د بدبختیو او ستونزو لکه بې سوادي، جهالت، فقر، خیانت، او نا امنۍ مرکز ګرځېدلې دي.


مسلمانان د نړۍ له پرمختګونو څخه غافله پاتې شول او پدې سبب دوی ونشوای کړای چې خپله ټولنه د نړیوال پرمختګ سره یو ځای پرمخ بوځي، په همدې سبب د مسلمانانو ټولنې سره وپاشل شوې او دغه بېلې بېلې ډلې د خپلو کمزوریو په وجه پردو ته مایله شوې. پدې توګه د مسلمانانو په منځ کې اختلافات زیات شول او د دې اختلافاتو نه دوښمن ګټه پورته کړه، په همدې ډول د وړوکې لویې وچې (هند) مسلمانانو هر څه له لاسه ورکړل او د تل لپاره پردو ته محتاج پاتې شول.


د چای په وقفه کې زه د یو امریکایي پروفیسر (ټیودر رایټ) خوا ته ورغلم او دا مې یو چانس وباله تر څو ځیني پوښتنې ورسره مطرح کړم.


لومړۍ پوښتنه مې دا وه:


ښاغلي پروفیسر! د یهودو د سیاسي لابي (هم پلوه ډلو) په اړه راته یو څه ووایه، آیا دا رښتیا ده چې یهود په امریکا کې مضبوطې سیاسي او اقتصادي رېښې لري؟


پروفیسر ځواب په هو سره راکړ، او دا یې ور زیاته کړه؛ يهود په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول په اوروپا او امریکا کې له دوهم نړیوال جنګ راهسې د یو مظلوم ملت په توګه ځان نړیوالو ته وروپېژانده. پدې ډول هغه هېوادونه چې په دغه جګړه کې بریالي شوي وو، یهودو په همدغو هېوادونو (امریکا، انګلستان، فرانسې او روسیې) کې ډېر نفوذ وکړ.


له امریکا سره د یهودو کلک تړاو ددې لپاره دي چې د امریکا موخې په منځني ختیځ کې پرمخ بوځي، دغه ضرورت د امریکا د ساړه جنګ په دوران کې ډېر ؤ، ځکه چې په هغه وخت کې امریکا د یو ستر دوښمن (شوروي) سره د نړۍ په هر ګوټ کې په ساړه جنګ بوخته وه. منځنی ختیځ هم یو له هغو نقطو څخه ؤ.


پروفیسر زیاته کړه، یهود د ساړه جنګ په دوران په ځانګړي ډول د ۱۹۶۰- ۱۹۷۰ کلونو کې خپلې پانګونې په امریکا کې وکړې، اوس د همغو پانګونو په واسطه د امریکا مهم تجارتي مرکزونه لکه وال ستریټ کنترولوي، په همدی توګه د امریکا په سیاست کې هم ستر رول لوبوي. د (اې پېک) په نوم یوه اداره ده چه د امریکا په سیاست ډېره اغېزه لري، د امریکا بهرۍ پالیسیانې د همدې ادارې لخوا تر مستقیمې اغېزې لاندې جوړېږي.


 دوهمه پوښتنه: د امریکا وګړي د عراق او افغانستان د جنګونو په اړه اوس څه نظر لری؟


د عراق د جنګ په اړه دولت زمونږ وګړو ته درواغ وېلي وو، د امریکا وولس دا جنګ بې دلیله باله.


د افغانستان د جنګ په اړه اوس امریکایان وایي ( زمونږ فوځونه د څه لپاره په افغانستان کې جنګېږي) لکه چې دا پوښتنه به یې څلویښت کاله پخوا هم کوله ( زمونږ فوځونه د څه لپاره په وېتنام کې جنګېږي)


 د کنفرانس بل مهم اړخ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې راتګ ؤ. حنا رباني کهر د کنفرانس د پای وینا واله وه، دې هم په جنوبي آسیا کې د مسلمانانو په تاریخ رڼا واچوله او د پاکستان په اوسني بهرني سیاست هم وغږېده. کهر د کنفرانس په جوړولو د نړیوال اسلامی پوهنتون رئیس او د کنفرانس جوړوونکو ته مبارکي ووېیله او خپل ملاتړ او ډاډګېرنه یې ورکړه.