د زنګ آباد (زنګاوات) ۱۶ تنه شهيدان

د لراوبر اداره | مارچ 12th, 2012


دکندهار ولايت د پنجوايې ولسوالي د زنګ آباد په سيمه کې د الکوزو د کلي د شپاړسو (۱۶) بې ګناه او بې وسلو تنکيو کوچنيانو، معصومو ښځو او سړو وژل خو به  په کابل کې د کورنيو چارو وزارت په دننه کې د دوو امريکايې سرتيرو د وژلو انتقام نه وي؟
آيا دغه ډول د بې ګناه کورنيو يومخيزه وژنه خو به د قرآن کريم د  سوځيدو په ضد په بېلابېلو سيمو کې د لاريونو په ترڅ کې د بهرنيو سرتيرو د وژلو او ژوبليدو انتقام نه وي؟
آيا د زنګ آباد د ۱۶ تنو وژنه خو به د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالي او په کندز کې د افغانانو د لاريونو په وخت کې د بهرنيانو د وژلو انتقام نه وي؟
ولي د بګرام په زندان کې د قرآن کريم سوځيدل او په پنجوايې کې د بې ګناه کسانو په شهادت رسول يو پر بل پسي پيښ شول؟
دالکوزو خلکو ته کومه بدمرغي راغلي چې د اوسني حکومت په پېل کې يې ډير مشهور او پېژندل شوي مشران  يو په بل پسي ووژل شول، ظابط اکرم خاکريزوال دکندهارښار په زړه کې د ملاعبدالرب آخندزاده په جامع جومات کې دځای په ځای شوی ماين چاودني له امله  ووژل شو، د ملانقيب آخند پرموټر درنه بمي چاودنه وشوه، چې دهمهغو ټپونو له امله دمرګ ميلمه شو، د ګران په نوم د ملانقيب آخند قومندان په رڼا ورځ په ډزو ووژل شو، د کندهار د آمنيه قومنداني په انګړ کې خان  محمد هم  په ورته برخليک اخته او ووژل شو.
پورته ټول وژل شوي کسان د مختلفو لورو له  خوا له منځه  يوړل شول،  خو ددغه قوم دغه ډول يومخيزه د ښځو او کوچنيانو په ګډون وژنه امريکايې عسکرو پوره کړه.
آيا په رښتيا هم امريکايې عسکر له خپلي قرارګاه څخه  يواځي وتلی وو، چيرته چې کورني عسکر د ګزمي له پاره له خپلو پوستوڅخه څو سوه متره لېري نه شي وتلای؟  چيرته چې ټوله سيمه د مجاهدينو ترکنټرول لاندي ده، چيرته  چې د شپي له خوا  مجاهدين په  سيمه بشپړکنټرول لري.
آيا په رښتياهم  امريکايې عسکر دماغي ناروغي درلودله، چيرته چې په قرارګاوو کې ددوی بشپړه درملنه کيږي ؟ هغه امريکا چې په افغان اردو نيوکه لري چې په اردوکې د عسکرو په دنده دګمارلو په وخت کې صحي بشپړ معاينات نه کيږي؟
هو! داهرڅه  او دا ټول درواغ دي، هلته چې زموږ بې وسه او ناواکه چارواکي هم رښتيا خبره نه شي کولای، هلته چې د مظلوم اواز نه اوريدل کيږي او هلته چې رسنۍ ټولي د همدغو امريکايانو له اوبه خور څخه خړوبيږي. ددغسي پيښو د رېښتني حالت معلومولو او  اوريدلو تمه دي هم افغان ملت نه کوي.
زما په آند د قرآن کريم د سوځيدو او دکندهار د پنجوايې ولسوالي د زنګ آباد په سيمه کې د بې ګناه ښځو، کوچنيانو او سړو وژنه قصدي او پلان شوی عمل دی.
امريکا او  افغان حکومت له ډيره وخت د ستراتېژيک تړون  د لاسليک خبري کوي، ددي له پاره يې دوديزه  لويه جرګه جوړه کړه، په ميلېنونو ډالر يې مصرف کړل، امريکا خپلو انډيوالانو او پلويانو ته په افغانستان کې د اوږد مهاله پاتي کيدو وعدي ورکړي.
بل خوا امريکا مجبوره  شوه چې د ورځ تربلي مخ په کښته روان اقتصاد، په افغانستان کې د زياتو امريکايانو وژلو او ژوبليدو له امله له طالبانو سره مذاکراتو ته غاړه کيږدي. هغه امريکا چې د بن په کنفرانس کې يې د طالبانو ګډون ردکړی وو، هغه امريکا چې د طالبانو يومخيز له منځه وړل يې غوښتل، او هغه امريکا چې طالبانو ته يې ګواښ کاوو چې يا به وژل کيږئ او يا به تسليميږئ، مجبوره شوه چې د طالبانو غوښتني ومني او د راتلونکي حکومت په سر دخبرو ميز ته ورسره  کښيني.
د پاکستان  له خوا دناټود کاروانونو په مخ د لاري بندېدل د امريکا په سر بل دروند ګذار وو چې آي اس آی د شا له خوا پرژ وکړ.
د مذاکراتو له پېل څخه دمخه د امريکا او طالبانو ترمنځ  ځينې شرطونه وو چې بايد مخکې له رسمي خبرو پېل شي:
1.       د دريو امريکايانو (دوه نر او يوه ښځه) په بدل کې امريکا بايد د طالبانو پنځه لوړ پوړي بنديان د ګوانتانامو څخه خوشي کړي
2.       طالبانو ته رسمي دفتر په قطرکې د ادرس له پاره خلاص شي.
3.       د افغانانو او افغانانو، د افغانانو او امريکايانو ترمنځ  خبري پېل شي.
د امريکايانو مهم شرطونه داوو چې:
1.       طالبان د القاعدي سره د بېلوالي اعلان وکړي
2.       د ګوانتانامو  بنديان  له خلاصيدو وروسته  بيا د جنګ کرښوته ولاړ نه شي
3.       په راتلونکې کې د افغانستان  له  خاوري څخه امريکا ته تهديد نه وي
داچې اوسنی افغان حکومت له امريکا څخه غواړي چې ستراتېژيک تړون ورسره لاسليک کړي، او بل لورته د مذاکراتو لپاره دطالبانو يو شرط دادی چې په افغانستان کې امريکا د اډو لرلو تړون له  افغان دولت سره لاسليک نه کړي.
د طالبانو غوښتنه  او د افغان دولت غوښتنه، دوه متضادي غوښتني دي چې امريکا يې هم په تشويش کې اچولي ده.
ددي له  پاره چې دامريکا او کرزي ترمنځ د ستراتېژيک تړون  لاسليک کول وځنډيږي او د طالبانو سره د مذاکراتو پروسه دوام پيداکړي، له همدي امله امريکايانو په بګرام  کې قرآن  کريم وسوځاوو، ترڅو افغانان  لاريونونه  وکړي او امريکا  کرزي ته ووايې چې اوس مهال د افغانانو احساسات په جوش راغلي او داوخت د تړون د لاسليک کولو لپاره مناسب وخت نه دی. همداسي وهم شول،  امريکا اعلان وکړ چې د تړون لاسليک کول د لاريونونو او په افغانستان کې د خراب امنيتي حالت له امله ځنډوي.
داچې د قرآن کريم د سوځيدو له  پېښي وروسته بيا کرزي اعلان وکړ چې د امريکا سره د ستراتېژيک تړون  د لاسليک کولو لپاره  چمتو او موافقي ته رسيدلي دي، نو د همدي تړون د ځنډ لپاره  امريکا داځل بې ګناه خلک  په شهادت ورسول، چې د تړون له پاره د دوديزي لويې جرګې يوه غوښتنه داهم وه چې امريکا د بې ګناه خلکو وژل بند کړي.
ددغسي کړنو څخه کيدای شي دامريکا هدف داهم وي چې افغان ولس و ازمويې چې د لسو کلونو په تېريدو سره ددوي په اسلامي او افغاني احساساتو کې څومره بدلون راغلی دی؟
داچې د قرآن کريم د سوځيدو له امله افغانانو پراخ لاريونونه وکړل،  ګڼ افغانان د بهرنيانو او افغان عسکرو  له خوا د لاريونوپه وخت کې په شهادت ورسيدل، او دا ډول د افغان ولس له خوا څخه بهرنيان او کورني عسکر ووژل شول. چې ترټولو لويې پېښي يې د خوګياڼو او کندز يادولای شو.
کيدای شي امريکايان بيا غواړي چې افغان ولس وازمويې چې د تېرو لاريونو په وخت کې ګڼ  شمير افغان په شهادت ورسيدل، داځل د بې ګناه شپاړسو  ښځو،  کوچنيانو او سړو په شهادت څومره ځواک او زور په کې پاتي دی، آيا داولس کولای شي چې داډول پرله پسي  امريکا ضد لاريونو ته دوام ورکړي؟
موږ تېر ځل وليدل چې په امريکايې اډو کې  بهرنيان څومره په ويره کې وو، د افغان ملي اردو او ملي پوليسو څخه  تر بل هر چازيات په ويره کي وو، د کورنيو چارو وزارت په دننه کې د دوو امريکايې عسکرو وژلو ټول امريکايان او بهرنيان وارخطاکړل.
له دي پيښي مخکې په تګاب کې د افغان پوليس له خوا د شپږو فرانسويانو وژلو هم بهرنيانو ته ښه درس وو.
د زنګ آباد د بې ګناه تنکيو ماشومانو، معصومو ښځو او بې ګناه سړو شهادت به هم بې ځوابه  پاتي نه شي. ډيری شنونکي په دي آند دي چې داځل به د امريکايې او افغان عسکرو  ترمنځ واټن نور هم  زيات شي، دافغان اردو او پوليسو ځينې کسان به هڅه وکړي چې دبهرنيانو څخه ددغو شهادتونو غچ واخلي، او يواځي د بهرنيانو په مرګ به  اکتفا ونه کړي، هڅه به وکړي چې بهرنيان ژوندي يرغمل ونيسي اوله طالبانو سره يوځای شي.
داهم ليري نه ده چې د الکوزو ددغو کورنيو يومخيزه وژنه به د پنجوايې د پخواني وژل شوي ولسوال فضل الدين آغا په بدل کې شوي وي، نوموړی چې په کندهار کې ددولت لويه پايه وه، او د پنجوايې ناامنه سيمه  دده په وخت کې نسبي امنيت درلود،  د کندهار دولتي چارواکو په منځ کې يې درنښت کيدی او هغوی ته د احترام وړ کس وو، دا ډول نوموړی امريکايانو ته زيات منلی  او دهغوی له پاره ښه کارکوونکي وو، فضل الدين آغا د طالبانو له خوا څه موده مخکې د هغه له ځوی سره يوځاي ووژل شو، چې په مړينه  يې افغان دولت او امريکا سخته خواشيني وه.
داچې افغان دولت او  په  کابل کې د امريکا سفارت اعلان وکړ چې د زنګ آباد د شهيدانو قاتل به محاکمه کيږي، او پلټني به کيږي. موږ دافغان دولت د داډول مخکنيو ټولو پلټنو شاهدان يو چې د اوسني حکومت له پېله بياتراوسه  هيڅ يوه پلټنه نه شوي او نه يې پايله افغان ولس ته څرګنده شوي.
په ډيرو سيمو کې افغان ولس خپلي قضيې د طالبانو ترلاس لاندي سيمو کې د طالبانو محاکمو ته وړاندې کوي.
افغان دولت له  پېله بيا تراوسه  نه دي توانيدلی چې پلټنه  بشپړه او  پايله يې ولس ته څرګنده کړي، ښه به داوي چې ددغي پيښي په اړه پلټنه او محاکمه  طالبانو ته رسماً وسپاري.
طالبان چې اوس په قطرکې دفتر  لري هغوی  بايد له ملګرو ملتونواو نړيوالي ټولني څخه په  کلکه وغواړي چې په  پېښه کې ښکېل ټول مجرمين او قاتلين  ورته  تسليم کړي او دعام افغان ولس د غوښتني سره سم يې دافغانانو په عام  محضر کې په سزا ورسوي.
پای

Copyright Larawbar 2007-2024