طالبانو او حزب اسلامي د زنګاوات پېښه يوه غميزه بللې ده
په اروپا کي دحزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي چارو د رهبرۍ پلاوي د يوې اعلاميې په ترڅ کي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوات کلي کي د يوه بهرني پوځي لخوا د ۱۷ ولسي وګړو ډله ايزه وژنه په سختو ټکو غندلې ده او وايي چي مجرمینو ته یی په بین المللي محاکمو کي محاکمه غواړو :»
دغه پېښه د افغان دولت تر څنګ د مدني ټولنو ، طالبانو تحريک او نورو سياسي ګوندونو لخوا هم په سختو ټکو غندل سوې او يوه غميزه بللې ده .
دتیري شنبي په ورځ دکندهار دولایت د پنجوایی د ولسوالۍ دزنګ اباد د کلي بی ګناه ، معصوم او مظلوم اوسیدونکي په داسي حال کي چې سهار وختي په خپلو کورونو کي په خواږه خوب ویده وو د امریکایی ځواکونو له اړخه په ډیره بې رحمي سره دخوبه رابیدار او د ګولیو د ویشتلو وروسته یی په وینو ککړو جسدونو ته اور واچول شو . په دغه پیښه کي ، چې قربانیان یی ښځي او کوچنیان دي ، ۱۷کسان شهیدان او ګڼ شمیر نور یی زخمیان شوي دي .