کور / مېرمن / د ادم او حواء مينه

د ادم او حواء مينه

د ادم او حواء مينه
د مېنې غريزه له ژوندانه راپيل شوې ده حديث شريف وايې کله چې ادم جنت ته ننوت وډار شو يانې احساس يې کړه ګوندې څه شی ورسره کم دی.
رسول الله عليه السلام وايې: (( هغه وېده و چې الله يې له پوښتۍ نه حوا‌ء پيدا کړه ، چې راويښ شو نو په خپل څنګ کې يې وليده، ورته يې وويل:
ــ ته څوک يې؟
ــ زه ښځه يم.
ــ ستا نوم څه دی؟
ــ زما نوم حواء دی
ــ ته ولې پيدا شوې؟
ــ چې ته راسره ارام شئ
نو اي ادمه او ای د ادم زويه د حواءله څنګ څخه پرته ارام نه شي موندلی؟
ځينو دينونو ښځې ته په دوهمه سترګه کتلي دي ځينې وايې چې د ادم دتېرويستنې سبب ښځه ده ، له جنت څخه د ادم د راکوزلو او د ونې د خوراک سبب ښځه ده خو ولې قران دا خبره نه ده کړې، دواړه يې په يوه تله کې اچولي دي الله تعالی فرمايې: ((فوسس لهما الشيطان)) شيطان دواړو ته وسوسه واچوله، ابليس يواځې حواء تېر نه ويستله بلکې دواړه يې په ګډه تېرويستل او مسئوليت هم دواړو ته يو شان دی.
تاريخ وايې ادم په هند کې او حواء په جده کې راښکته شوه، ادم په حواء پسې سرګردانه ګرځېده تر څو چې د عرفات په غونډۍ سره يوځای شول، عرفات جدې ته لنډ خو له هنده لرې دی، نو جوته ده چې ادم په حواء پسې ډېر ستړی شوی دی.
قرطبي وايې: ملائکو له ادم نه پوښتنه وکړه:
ــ حواء دې خوښه شوه؟
ــ بلې.
بيا يې حواء ته مخ کړې او ورته يې وويل:
ــ ادم دې خوښ شو.
ــ نه.
خو سره له دې چې په زړه کې يې د ادم سره د هغه د مېنې په پرتله څو برابره مينه وه.. نو مينه د پيدايښت د لومړۍ ورځې نه شته او منکريدل ترې ناسمه خبره ده.
پوهان وايې چې حواء د ادم له پوښتۍ نه په داسې وخت وزيږېده چې ادم وېده و، څو ونه درديږي.. خو ولې ښځه چې کله ماشوم راوړي بايد ويښه وي ځکه چې د حواء عاطفه د ادم له عاطفې نه ډېره زياته ده ، هغه له دردونو سره بيا هم له دې عملې څخه نه په تنګه کيږي، د خپل ماشوم په ليدو يې هرڅه له ياده وځي، همدارنګه نفسياتې ډول ثابته شوي ده ، کله چې نارنيه ودرديږي کرکجن کيږي، او ښځه چې ودرديږي عاطفوي کيږي
رسول الله عليه السلام فرمايلي دي: (( له ښځو سره ښه چلند کوئ، ښځه د پوښتۍ نه زيږيدلې او په پوښتۍ کې تر ټولو کږه برخه لوړه ده که د سميدو کوښښ دې وکړ نوماته دې کړه، او که دې پرېېښوده کږه به وي، نو له ښځو سره ښه چلند کوئ)) متفق عليه
په بل روايت کې راځي د هغې ماتول د هغې طلاقول دي
دا چې حواء د ادم له پوښتۍ پيدا شوې يانې له ژوندي شي نه پيدا شوې ځکه چې له ژوندي شي سره سروکار ولري له روح سره له عاطفې سره او له انسان سره ، خو ادم له خاورې پيدا دی او معامله يې هم خاورينه ده که هغه سوداګري ده که کرنه ده او که له دې پرته نور څه دي.
دا پوښتۍ کږه ده او په کار هم ده چې کږه وي همدغه کوږ والی دی چې زړه ژغوري اوزړه د ژوند مرکز دی او که چېرته يې د سمېدو کوښښ وکړي نوماته به يې کړي او چې ماته شوه نو د زړه دفاعي ديوال ړنګ شو او که زړه مړ شو نو ژوند هم له منځه لاړ، يعنې هغه دنده له منځه لاړه د کومې لپاره چې حواء زيږيدلې وه.