کور / کتاب / که هېنداره دې خپل مخ ته ونيوله

که هېنداره دې خپل مخ ته ونيوله

غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنې لومړى اثر چاپ کړ


په پښتو سندريزه او خوږه ژبه کې نن سبا ډول، ډول اثار پښتني ټولنې ته وړاندې کيږي، چې په دې کې د شعر بهير تر نورو اثارو ډېر کړندى او ښه پر مخ روان دى او هر شعري اثر په خپل ذات کې په خپله سندريزه غېږه کې د پايزېبونو شرنګ، د ابشارونو خوږې او زړه راښکونکي نغمې، د سپرلي د تنکيو غوټيو وږمې، د مرغيو خواږه اوازونه د غزلو او نظمونو په شرنګونکو تورو کې وړي او تر خپلو مينه والو يې رسوي.


په دغه بهير کې د مرجان اشکار شعري تولګه چې (( که هېنداره دې خپل مخ ته ونيوله)) نوميږي هم د غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنې له خوا تازه چاپ او ټولنې ته وړاندې کړل شوه. په دې ټولګه کې پر سرېزه سربېره شاوخوا ٩٦ غزلې راټولې او د چاپ په بڼه پسولل شوي دي. د ياد کتاب د کاغذ کيفيت ښه او د پوښتۍ ډيزاين يې په ښه شکل سره د ټولنې تخنيکي څانګې له خوا تر سره شوى دى، چې د يادې شعري ټولګې له نوم سره د هنر له پلوه ښه غاړه غړۍ دى.


که څه هم له پخوا نه په دې اوس وختونو کې د کتاب لوستونکي په سيمه کې ډېر شوي دي. خو د پښتو ژبې استادان ټينګار کوي، چې د شعر پر ځاى بايد نثر ته ډېر کار وشي، تر څو پښتو ژبه د نثر له خوا هم غښتلي شي او راتلونکې نسل ته دا چانس برابر کړي، چې د نورو ژبو پر ځاى بايد په پښتو ژبه کې هر ډول مالومات موجود وي او خپلې ستونزې او مشکلات له همدې لارې په اسانۍ سره حل کړاى شي.


د يادې ټولنې مشر رفيع الله زيار وايي: دوى هڅه کوي، چې په سيمه کې ځوانان دې ته وهڅوي، تر څو دوى نثر ليکلو ته مخه کړي او په راتلونکي کې هر ډول څېړنيز اثار ټولنې ته وړاندې کړى شي.


دا په داسې حال کې ده، چې په خوست کې ډېرو ټولنو په فعاليت پيل کړى، خو فرهنګ ته د خدمت کولو په ډګر کې يې کمې پاتې شوې او نورو يې په لنډ وخت کې سقوط کړى او فعاليتونه يې په ټپه درېدلي دي.