کور / هستوي فزيک / د موبايل 3G ټکنالوژۍ يوبل پرمختګ

د موبايل 3G ټکنالوژۍ يوبل پرمختګ

د ګرځنده تیلیفونو د دریم نسل (۳جي) په ټیکنالوژۍ کی یو بل پرمختګ


دریم نسل هغه ټیکنالوژی ده چه څه موده وړاندی د مخابراتو او معلوماتی تیکنالوژۍ وزارت یی د جواز ورکولو اعلان وکړ


د سیلولر نیوز د راپور له مخی په نژدی راتلونکی کی به د ګرځنده تیلیفونو سیټونه د دی پرځای چه د یوه انتن څخه سیګنل واخلي، نو همزمان به د دوه انتنونو څخه سیګنلونه تر لاسه کولای شي چه دغه نوی پرمختګ به د صوت او ډاټا (انټرنیټ) په کیفیت او سرعت کی پراخ مثبت بدلون راولي.


دغه نوی ټیکنالوژي چه د نوکیا زیمینس او کوالکم لخوا وړاندی کیږي د هیچ ایس پي ای او ملټي فلو په نامه یادیږي.


په اوسني وخت کی ګرځنده تیلیفونونه که د خپلی شبکی د دوه انتنونو سیګنلی ورته ورسیږي نو د هغه انتن څخه چه سیګنل یی قوي وي سیګنل اخلي او ورسره راجستر کیږي او فقط بیا ددغه انتن د لاری صوتي او د ډاتا انتقال صورت مومي.


خو په دغه نوي تیکنالوژي کی بیا چه کله هم د ګرځنده تیلیفونو سیټ ته د خپلی شبکی د دوه انتنونو سیګنلی ورشي نو بیا د دستګاه سره ځان د قوی انتن سیګنل له لیاری ثبتوي او دستګاه ته دا هم وایي چه زما خوا ته دغه بل انتن هم موجود دی چه بلاخره د صوت او ډاټا انتقال د دواړو انتنو له لیاری کیږي.


د دغه نوي ټیکنالوژۍ په لړ کی به د ګرځنده ټیلیفونو سیټونو ته انټرنیټی خدمات د دوه انتنونو څخه راځي او طبیعي خبره ده چه سرعت به یی هم دوه برابره ډیر وي.


هر هغه نوی ټیکنالوژي چه په نړۍ کی اختراع او تولیدیږی نو اول باید د نړیوال ستندرد تر کتنی لاندی تیره شي او د نړیوال ستندرد په لست کی ثبت شي او بیا وروسته د عوامو لپاره د استعمال وړ ګرځیدلای شي. د همدی موخی لپاره د ګرځنده ټیلیفونونو د ستندرد اداره ۳جی پي پي نومیږی.


نو په همدی ترتیب دغه د  هیچ ایس پي ای او ملټي فلو ټیکنالوژي به د روان میلادي کال په نیمایی کی د ۳جي پی پی په لست کی ثبت شي او د ۲۰۱۳ میلادي کال په نیمایی کی به عوامو ته د خدماتو لپاره د نوکیا زیمینس نیټورک د لاری وړاندی کړل شي.


والسلام