کور / اسلامي / دهدايت دوې مسئلې

دهدايت دوې مسئلې

دهدايت دوه سلسلې
بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
الله پاک دانسانانودهدايت لپاره دوه سلسلې جاري کړې دي اودادواړه سلسلې
داسي دي چي دواړي بايديوځاي موجودي شي بياپه هغه ځای کي هدايت راتلای شي.
هغه  سلسلې دادي:۱:يوه دکتاب الله سلسله،کتاب الله دالله پاک  داسماني
کتابونه دي،لکه تورات،انجيل،زبور،سل صحيفې اوپه آخيرکي قرآن کريم الله
پاک نازل کړي دي ددې لپاره چي انسانان داکتابونه عملي کړي
اوددغوکتابونودارشاداتوپه رڼاکي خپل ژوندتېرکړي .
نورمخلوقات الله پاک په داسي طريقه پيداکړي دي چي دوی لارښووني ته دومره
اړتيانه لري څومره چي يې انسان ورته  لري،هغوی خپل دوست اودښمن په خپله
پېږني دبېلگي په توگه دپسه بچی  له اولي ورځي په دې پوهيږي چي ليوه
زمادښمن دی،بايدزه ترې ځان خوندي کړم اوبايدورنږي نه شم،خوانسان داسي نه
دی،دی يوه لارښوونکي ته اړتيالري چي هغه يې پرلاره برابرکړي .


۲:دوهمه سلسله درجال الله سلسله ده،له رجال الله څخه مراددپيغمبرانوسلسله
ده،چي الله پاک دخپل کتاب سره يوځای راليږلي دي،ددې لپاره چي خلگوته
دالله پاک دکتاب تشريح وکړي،خلگ دالله پاک دکتاب په مطلب باندي پوه کړي
اودانسانانوتربيت دالله پاک ددين مطابق وکړي.ځکه چي له استا‌‌ذه پرته
انسانان دکتاب په مطلب باندي سم نشي پوه کېدای اونه ترې سمه استفاده
کېدای شي .
داصفت صرف دالله پاک دکتاب نه دی،بلکي ددُنياهرعلم اوفن داسي دی،که يوڅوک
داوغواړي چي زه صرف دکتاب مطالعه کوم اوپه دې سره ځان ډاکټرجوړوم،نودده
ډاکټري به هيڅوک هم ورسره ونه مني،ترڅوچي له ماهرواستاذانوڅخه درس ونه
وايي،همدارازکه څوک وغواړي چي زه کتابونه مطالعه کوم اوله ځانه
انجينرجوړوم،پرته له دې چي په دې کارکي دچاشاگردي وکړم نوداهم نه شي
جوړېدلای.
نوچي ددُنيادغه علمونه پرته له استاذه نه زده کيږي اونه پرته له استاذه
څوک يوازي دکتاب دمطالعې له لاري ډاکټراوانجينرجوړېدای شي نوديني علم ولي
داسي خواردی چي په دې کي دي هرڅوک خپله پرته له استاذه عالم وبلل شي
اوپرته له دې چي له چادي څوک علم ولولي اوبيادي هم ورته په دين کي دخپلي
رايي دچلولواجازت وي .
نومطلب مي دادی چي دادواړه سلسلې دهدايت دي کتاب الله اورجال الله.
که څوک يوې سلسلې ته پام کوي اوبلې ته يې نه کوي نوداسړی په خطااوغلطۍ کي دی.
همدارازله رجال الله څخه ديني عالمان هم مراددي ځکه دوی دپيغمبرانووارثان دي.
نودديني علومودعالمانوتابعداري هم ضروري ده
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين