د زنګاوات و نانۍ شهيدي ته!

احمد ولي اڅکزی | مارچ 12th, 2012



ګراني او خوږې ، ښايستې رنګينې، د کاکا واوا بچيه



اسلام عليکم ورحمته الله



زويه مبارک دي سه چي د دنيايي دوږخ څخه و جنت ته کوچ سوې. درته مبارکي وايم چي د
شيطانانو د شر څخه د ملايکو و امن ته ولاړې. مبارک دي سه چي زړې او څيري جامې دي په
زرين کميس او د سر دوړي دي د شهادت په تاج بدلي سوې.



مبارک دي سه چي د پښتنو او تاجکو، هزارؤ او ترکمنو، خلجيو او درانيو، د مشرقي
والو او کندهاريانو، د قوم پرستو او خود پرستو، د کم اصلو اصيلانو، د رشوت خورو او
وينو چښونکو، د ډيموکراسي غوښتونکو او د اسلام د ټېکه دارانو، د خلقيانو او
پرچميانو، د ستميانو او اخوانيانو، د تش په نوم مجاهدو او توپکسالارانو، د هيواد
پلورونکو او جاسوسانو، د قوم ژبي ټيټي چوکۍ دؤ افغانيو او سمت له وجې د قاتلانو او
جاسوسانو ملاتړ کوؤنکو، د کرايي سپينږرو او لعنتي مشرانو، د جاهله تعليم يافته ؤ او
مطلقه بې سوادو، د فرعونانو لپاره د قصېدې ويونکو شاعرانو او د ظالمانو په صفت کي
قلم په کار اچوؤنکو ژړو ژورنالستانو، د ناکامانو او بې هنرو، په نيکونو فخر کوؤنکو
نااهلانو او د مړو څخه د حاجت غوښتونکو، د بې اتفاقۍ په پنځه زره کلن تاريخ وياړ
کوؤنکو، د ګاونډيانو د جاسوسانو او د بهرنيانو د غلامانو، په خوله د مسلمانانو خو
په زړه د مرتدينو، د لنډکروزرانو د سپرېدونکو او د انسان و د حيوان د زهيرؤنکو، په
دښمني کي د لور او خور ورکؤنکو او د ولور اخيستونکو او د وېش پر ځای په چور د
خوشاله کېدونکو د شر څخه خلاصه سوې او د صاليحينو متقينو عابدينو مطمين نفس لرونکو
او شهداؤ و محفل ته ورغلې.



ستا دي نوی کور مبارک وي ګراني خو زه به څه کوم؟ زما خو کور وران سو. زما د
سپېره کلي ښايست خو بس يوازي دا ته وې. همدغه ستا ښايسته ږغ ؤ چي زما خاورين کور يې
په محل او ماڼۍ بدل کړی ؤ. بېله تا به مي اختر و روژه څنګه وي؟ چي ستا ښايسته سترګي
پټي سوې نو زما د ژوند تريخوالی او کړاؤنه به د چا په معصومو کتو په شاتو بدليږي؟
ما خو ويل چي خدای به دي را لويه کړي. ما خو ويل چي ډاکټره به سې او د خپلو نورو
خوېندو درماله به سې. ما خو ويل چي د قرآن حافظه او د حديث عالمه به سې او د خپلو
نورو خوېندو روزنه به وکړې. ما خو ويل چي ستا د واده په ورا کي به پټي اوښکي توی
کړم. ما خو ويل چي ستا په غېږ کي به خپل مسلمان، سپېڅلی، پياوړی، عالم او فاضل نسل
ووينم.



اوس څه وسوه زويه؟ اوس خو خاک په سره سوم. زما خو ستا سره تړلي ټوله خوبونه ړنګ
سول. زما خو د خوبونو او هيلو جهان غرق سو. ما پدې دوږخ کي مه پرېږده ګراني لوري. د
دغو خلجيانو او درانيو سره مي مه پرېږده. د کندهاريانو او مشرقي والو تر منځ مي مه
پرېږده. د تاجکو او پښتنو تر منځ مي مه پرېږده.



وام آ بچيه! زه به څنګه بيا مړې سترګي پدغه کلي کي ګرځم؟ زه به څنګه بيا ژړي
سترګي ستا د قاتيلينو د غلامانو تمثيلي اوښکي زغمم؟ زه به بيا څنګه ستا د قاتيلينو
او د هغوی د مرستندويانو پر لباسي ژمنو او وعدو باور کوم؟



آ زويه، آ بچيه، ما د ذلت په دغه حال کي مه پرېږده. د ضمېر پدغه دوږخ کي مي مه
پرېږده. د مړو او ژړو سترګو پدغه ځنګل کي مي مه پرېږده، ما هم درسره بوزه زويه، ما
هم درسره بوزه زويه!



په زړه زخمي او په شرمو شرمېدلی ستا کاکا


Copyright Larawbar 2007-2024