کور / تازه خبرونه / خوست : يو روغتيايي کلينک پرانستل سو

خوست : يو روغتيايي کلينک پرانستل سو

په خوست ولايت کي د پوهني رياست له پاره يو روغتيايي کلينک پرانستل سو .
چارواکي وايي چي ياد کلينک ئې د پوهني وزارت په همکارۍ پرانسته او اوس پکښي د شااوخوا دوو لکو افغانيو درمل موجود دي.
د دې ولايت د پوهني رياست وياند سيد موسى مجروح رسنيو ته ويلي چي په دې کار سره به د زده کوونکو يوشمېر ستونزي هواري او پر وخت به ئې درملنه کېږي.