طالبان : دوه تنه عسکر راسره يوځاى سول

عطاالله محمدي | مارچ 13th, 2012


وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړى چي په سمنګان کي دوه تنه عسکر د دوى له ملګرو سره يوځاى سوي.
د ويب پاڼي په حواله چي ياد کسان د هفتې په ورځ ورسره يوځاى سوي او خپل دوه کلاشينکوفونه او لس شاجوره مرمۍ ئې هم دوى ته سپارلي.
په دې اړه تر اوسه افغان حکومت څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024