کور / سپورټي / کرکيټ: افغانستان هالنډ ته هم ماته ورکړه

کرکيټ: افغانستان هالنډ ته هم ماته ورکړه

د افغانستان د کرکيټ ملي ټيم نن په دوبۍ کي د هالنډ هيواد ملي لوبډلي ته په څلورو وکيټونو ماته ورکړه.
د هالنډ هيواد پچه وګټله بيټينګ ته ودرېد، چي په ټاکل سويو شلو اوورونو کي يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ١٥٠ منډي هدف وټاکى، چي افغانستان هم د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په داسي حال کي ټاکل سوى هدف پوره کئ چي دوه باله لا پاته ول.
د افغانستان له خوا محمدشهزاد په ٤٤ بالونو باندي ٥٤ منډي جوړي کړې، دوهم کپتان نوروز منګل وو چي په ١٩ بالونو يې ٢٦ منډي او محمدنبي په ١٦ بالونو ٢٢ منډي وکړې.
عزت الله دولتزي درې، کريم صادق او سميع الله شينواري يو – يو هالنډى لوبغاړى وسوځاوه.
بايد وويل سي چي افغانستان پرون له پاپونيوګيني هيواد څخه هم لوبه وګټله. د دې ټورنمنټ اول او دوهم نمبر لوبډلي به د ٢٠١٢ کال په شل اووريزه نړۍ وال کپ کي د ګډون حق ترلاسه کړي.