کور / تازه خبرونه / چين: د زنګاوات فاجعې تکان راکړ

چين: د زنګاوات فاجعې تکان راکړ

د چين د بهرنيو چارو وزارت د خپل حکومت په نمايندګي وويل د زنګاوات په کلي کي د امريکايي عسکرو له خوا د ١٦ ملکي کسانو قتل عام تکان وورکړى دئ.
د شينهووا آژانس د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوه وياند په حواله وايي هيواد يې د پېښي د قربانيانو له کورنيو سره په دې غم کي د زړه له کومي شريک دئ او هيله لري چي خپل ګاونډى هيواد په سوله او ثبات وويني.
چين د هغي پېښي په باب ژوره خواشيني څرګنده کړې، چي درې شپې دمخه دکندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات په کلي کي امريکايي عسکرو په درو کورونو کي ١٦ ملکي کسان چي نهه تنه يې ښځي او ماشومان وو ووژل او شپږ نور يې ټپيان کړل.