کور / تازه خبرونه / پنيتا: د زنګاوات پېښه به ستراتيژي بدله نکړي

پنيتا: د زنګاوات پېښه به ستراتيژي بدله نکړي

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا د چارشنبې په ورځ افغانستان د راتګ پر مهال خبريالانو ته وويل چي د زنګاوات قتل عام به د افغانستان په باب د امريکا په ستراتيژي کي بدلون رانه ولي.
نوموړي زياته کړه چي د امريکا او افغانستان پاليسي جوړوونکي بايد اصلي هدف ته متوجې وي .
د امريکا د دفاع وزير په داسي حال کي افغانستان ته راځي چي درې شپې دمخه د امريکايي عسکرو يوې ټولۍ د کندهار د پنجوايي ولسوالي د زنګاوات کلي په درو کورونو کي ١٦ ملکي کسان مړه او شپږ نور ټپيان کړل.
د افغانستان ولسي جرګې ويلي چي د دې پېښي عاملين په افغانستان کي محاکمه سي، او د مشرانو جرګې بيا ويلي چي له امريکا سره دي د ستراتيژيک تړون لاسليکول مسترد سي.