کور / تازه خبرونه / CIVIC: د يوه افغان د سر بيه ٢١٠ ډالره ده!

CIVIC: د يوه افغان د سر بيه ٢١٠ ډالره ده!

رويټرز آژانس د CIVIC په نوم د بشري حقونو د يوې غير دولتي موسسې د راپور پر اساس وايي د ناټو ځواکونه چي په افغانستان کي يو ملکي کس ووژني ٢١٠ ډالره يې کورنۍ د تاوان په توګه ورکوي.
راپور وايي برتانوي ځواکونه چي کوم افغان ووژني ٢١٠ ډالره تاوان ورکوي، خو جرمني پوځيانو چي په ٢٠٠٨ کال په کندوز کي په لسهاوو کسان ووژل د هر مړي پر سر يې ٢٠٠٠٠ نغد ډالر او د ٥٠٠٠ ډالرو په ارزښت يو يو موټر د مړيو کورنيو ته په تاوان کي ورکړ.
راپور وايي امريکا د هر افغان مړي پر سر٢٥٠٠ ډالره تاوان ورکوي، خو اېټاليا بيا د يوې افغاني نجلۍ پر سر د هغې کورنۍ ته ١٣٥٠٠ ډالره تاوان ورکړى وو.