کور / تازه خبرونه / جرمني هم له افغانستان سره ستراتيژيک تړون غواړي

جرمني هم له افغانستان سره ستراتيژيک تړون غواړي

د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ وايي د جرمني د دفاع وزير توماس ديميزر ژمنه ورسره کړې چي هيواد يې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکوي.
د جنرال وردګ په وينا د جرمني حکومت غوښتنه کړې چي افغانستان او جرمني هم تر خپل منځ ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.
د جرمني د دفاع وزير وويل هيواد يې د افغان امنيتي ځواکونو روزني او په افغانستان کي د سولي هلو ځلو ته دوام ورکوي.
نوموړي خبريالانو ته وويل چي د جرمني صدراعظمي انجيلا ميرکل د دوشنبې په ورځ له کابل څخه د ليدني پر مهال د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د ستراتيژيک تړون په باب مفصلي خبري کړي دي.