کور / تازه خبرونه / بلجیم: عمومي ماتم دی

بلجیم: عمومي ماتم دی

د بلجیم د اسلت ایالت د لومل د ښار د یوی ښونځۍ زده کونکي چي سیاحت ته تللي وه ، د سویس هیواد د الف له غرنو د سانت لوک له دری څخه د راستنیدلو پر وخت موټر بس په تونل کښي له دیوال سره په ټکر کي اته ویشت کسان مړه او دوه ویشت سخت ټپیان کړل . پیښه د دوه زره دولسم کال د مارچ د میاشتي پر دیارلسمه نیټه د ماښام پر نهو او پنځلس دقیقو رامنځ ته سوه . په داسي وخت کي چي په بس کي ناست ټول زده کونکي په خواږه خوب ویده وه . د پیښي له پیښیدلو څخه نن سهار خلک او د زده کونکو میندي او پلرونه خبر سول . د بلجیم پاچا دوهم البرت د غمځپلو سره د غمشریکۍ په خاطر هوایی ډګر ته تللی . بلجیم هیواد به نن د مارچ پنځلسمه عمومي ماتم اعلان کړي .