کور / تازه خبرونه / د ۱۶ افغانانو قاتل امریکایی له افغانستانه ووت

د ۱۶ افغانانو قاتل امریکایی له افغانستانه ووت

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی هغه امریکایی عسکر چی په یکشنبه یې د کندهار د پنجوایی په زنګاوات کی ۱۶ بېګناه افغانان شهیدان کړل ، نن په امریکایی پوځی الوتکه کی د افغانستان څخه په کویټ کی امریکایی پوځی اډې ته انتقال سو .
د افغانی پارلمان ځینو وکیلانو دننه په افغانستان کی د دغه قاتل محاکمه غوښتې وه ، خو امریکایانو د هغوی غوښتنه هیڅ په باک هم رانه وړه .
د پتناګون ویاند وویل چی د کابل حکومت مو په دې انتقال خبر کړی دی . د پنتاګون دفاعی وکیل ( مایکل ویډنګ ټن ) وویل چی د قاتل محاکمه به په امریکا کی وسی او په هغه کی به د افغانی عینی شاهدانو شاهدي و نه غوښتل سی .
خو مبصرین وایی چی د امریکایی پوځیانو د دغسی جنایاتو محاکمه هیڅکله هم په اشغالی هېوادو کی نه ده سوې ، بلکی پخپله په امریکا کی کیږی .