کور / تازه خبرونه / روسيه: ناټو ته هوايي اډه ورکوو

روسيه: ناټو ته هوايي اډه ورکوو

د روسيې حکومت اعلان کړى چي د دې هيواد په زړه کي به د ناټو ځواکونو ته يوه هوايي اډه په واک کي ورکړي چي افغانستان خپل پوځيان او نور توکي ځني انتقال کړي.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي دغه اډه په هغه ځاى کي موقعيت لري چي چي د لينن د زوکړي په ښار مشهور دئ.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي د والګا سيند پر غاړه د اوليانوفسک ښار هوايي اډه په دې خاطر ناټو ته په واک کي ورکوي چي د روسيې ملي امنيت ته متوجې ګواښونه له منځه ولاړ سي.
روسيې تر دې دمخه د ناټو غير نظامي توکو ته له خپلي خاوري د تېرېدو اجازه ورکړې وه.
اسوشيېټيډ پريس آژانس وايي د روسيې په دې پرېکړه به افغانستان ته د اکمالاتو په باب پر پاکستان د ناټو او امريکا تکيه نوره هم لږ سي.
روسيه په داسي حال کي ناټو ته د هوايي اډې د ورکولو تصميم نيسي چي په سوريه کي يې له امريکا او نورو هيوادونو سره د بشارالاسد د حکومت پر سر مخالفت ورځ په ورځ ډېرېږي.