کور / رسنۍ / په مستقیم ډول د لوی افغانستان پښتو ټلویزیون مرسته وکړۍ

په مستقیم ډول د لوی افغانستان پښتو ټلویزیون مرسته وکړۍ


د پې پال Pay Pal او بانک کارت د لارې په یو ټک مرسته وکړۍ


د څه وخت راپدیخوا د لوی افغانستان د پښټو ټلویزیون لومړنۍ خبرتیا د (د لوی افغانستان نړۍ وال پښتو ټلویزیون خوب که حقیقت؟ ) تر عنوان د ډیرو پښتو ویبپاڼو له لیارې او هم په چاپي بڼه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې درنو هېوادوالو ته د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز له خوا ولیږل شوه چې هلته وعده شوې وه چې وخت ناوخته به د (لوی افغانستان) ټلویزیون خپل مینه وال د چارو د پرمختګ او ستونزو نه خبروي.


 په مننې سره چې یو شمیر درنو پښتنو د خپلو امکاناتو له مخې د نوي پښتو ټلویزیون سره مالي مرستې وکړي چې لست یی وخت ناوخته د دعوت ویبباڼې نه خوریږي او دوستان کولی شي چې په پرله پسې ډول یی له نظره تیر کړی.


په امریکه کې میشتو یو شمیر هېوادوالو د غوښتنې له مخې یو بانکي اکاونت پرانستل شو تر څو مینه وال وکولای شي خپلې مالی مرستې په اسانه هلته راوغونډې کړي.


اوس بیا د نورې اسانتیا له پاره دوستان کولای شي چې هر ځای وی د خپل بانک کارت له لارې خپلې مالې مرستې په ډیره اسانۍ راولیږي.


ستاسو یو ځل او یا هم په پرله پسې ډول مرستې په مننې سره منل کیږي نو همدا اوس خپله ونډه راولیږۍ او خپل نوم د مرسته کوونکو په لست کې وګورۍ. که غواړۍ چې مرسته وکړۍ نو دلته لاندې ټک ورکړۍ:



حتمي نه ده ستاسو مرسته دې ډیره وي تر خپله وسه هر څوک د خپلې ژبې، قوم، ولس او هېواد پر وړاندې مسئولیت لري.


دا ټلویزیون یوازې او یوازې د خپلو پښتنو ورونو خویندو په مرسته جوړیږي چې د بل هیڅ حکومت، موسسې او کومې ټولنې مرسته ورسره نشته.


د ټلویزیون د جوړولو عملی کار که د لوی الله (ج) رضا وه د اپریل یا می په میاشت کې پیل کیږي او په درې میاشتو کې به بشپړ شي چې دوستان به په جریان کې اچول کیږي.



تاسو د مالي مرستو په څنګ کې د خپل ټلویزیون له پاره څه کولای شئ؟ زموږ سره د هر ډول پوښتنې او مرستې له پاره اړیکې ونیسۍ.



د بریښنالیک پته:


dawatmedia@gmail.com


د تلیفون شمیرې:


دفتر:             +47-63844384      


موبایل:            +47-90856195      


 


مخکې له مخکې مننه


د لوی افغانستان پښتو ټلویزیون اداره



محمد طارق بزګر


د دعوت د خپلواکو رسنیو د مرکز مشر


ناروې